ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر ځیني اوسېدونکي: مرستو زموږ ډېرې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې دي

د پنجشېر ځیني اوسېدونکي: مرستو زموږ ډېرې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې دي

author avatar
10 Apr 2023 - 14:53
د پنجشېر ځیني اوسېدونکي: مرستو زموږ ډېرې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې دي
author avatar
10 Apr 2023 - 14:53

پاراخ (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): په پنجشېر کې زرګونه هغه کورنۍ چې تېر کال یې یو یا څو ځلې بشري مرستې ترلاسه کړې وايي، دغو مرستو د دوی پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی دی؛ خو بلخوا بیا یو شمېر نورې کورنۍ د مرستو له نه ترلاسه کولو شکایت لري.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې ۲۴مې له سیاسي تحول وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د هېواد ۹ میلیارد ډالر شتمني یې کړه.

دغه بندیزونه په هېواد کې د اقتصادي ستونزو لامل شول، خو څه موده وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره بشري مرستې پیل کړې او د راپورنو له مخې، تر اوسه نږدې دوه میلیارد امریکايي ډالر نغدي مرستې افغانستان ته رسېدلې دي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له خوا په مرکز او ولایتونو کې د مرستو وېش لړۍ دوام لري.

پنجشېر هم یو له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي.

د پنجشېر د رخه ولسوالۍ اړوند پیاوشت کلي اوسېدونکي ۵۸ کلن غلام حضرت پژواک خبري اژانس ته وویل، خپله بزګر دی خو له دې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کولی نه شي، دوه کوچني زامن لري چې د کار کولو توان نه لري.

هغه وايي، تېر کال یې د کورنۍ ډېری اړتیاوې د موسسو د مرستو له لارې حل شوې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه وویل، ۴۰۰۰ افغانۍ یې په غبرګولي میاشت کې، ۱۹۰۰۰ افغانۍ یې په لېندۍ میاشت کې او ۲۹۴۰۰ افغانۍ یې په سلواغې میاشت کې له بېلابېلو موسسو څخه ترلاسه کړې دي.

دغه‌راز نوموړي له جزییات ورکولو پرته یادونه وکړه چې هره میاشت ورسره د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د مرستو دغه بهیر زموږ پر ژوند او اقتصاد مثبت اغېز کړی، له حکومته غواړو چې له اړو خلکو سره مرستې لا ډېرې کړي.»

غلام‌حضرت وايي، د پنجشېر ډېر اوسېدونکي د ده په څېر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو تېر کال په دغه ولایت کې ډېرې بې‌وزلې کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې دي.

علاوالدین چې د پنجشېر د مرکز اوسېدونکی او یو له هغو کسانو دی چې مرستې یې ترلاسه کړې وايي، له دغه بهیره خوښ دی، د کال په وروستیو شپږو میاشتو کې یې د نور وخت په پرتله د نغدو پیسو او خوراکي توکو ډېرې مرستې ترلاسه کړې دي.

هغه وايي: «دې مرستو زما د کورنۍ ډېرې ستونزې حل کړې دي.»

نوموړی له هغو کورنیو سره د مرستو غوښتنه کوي چې په خبره یې، د مرستو له سروې پاتې دي او تر اوسه یې مرستې ترلاسه کړې نه دي.

د یاد ولایت د عنابې ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل‌محمد وایی: «د روان کال له پیل راهیسې مې له ډبلیو‌اف‌پي څخه ۹ ځلې خوارکي توکي ترلاسه کړي دي، له اقتصاد ریاست سره په همغږۍ مې ۱۹ زره افغاني نغدي مرسته ترلاسه کړې… د ۱۴۰۱ کال په لومړیو کې مې هم څلور زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړه او مننه کوم چې له موږ سره یې مرسته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت ځيني اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې د مرستو د وېش لړۍ شفافه نه ده.

د پنجشېر د رخې ولسوالۍ یو اوسېدونکی ذکرالله وایي، مخکې یې د پولیسو په لیکو کې کار کاوه، خو د جمهوریت پر مهال تقاعد شو او اوس بې‌کاره دی.

هغه زیاته کړه: «د پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت را له غاړې دی، په دې وروستیو کې مې اقتصادي وضعیت خراب دی، د مرستندویه موسسو له مرستو نه یم برخمن شوی، که څه هم مستحق یم.»

هغه په یاد ولایت کې د مرستو وېش ناعادلانه وباله او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې اړو کورنیو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، په وروستي یوه کال کې له ډېرو اړو کورنیو سره مرستې شوې او د یادو کورنیو پر اقتصاد یې ښه اغېز لرلی دی.

د پنجشېر د کډوالو چارو رییس محمدرها ابرار وایي، مرستندویه موسسو له دغه ریاست سره په هغمږۍ په تېر ۱۴۰۱ کال کې له ۱۱ زره ۳۶۷ اړو او بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ۴۷۹۸ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او له ۴۲۱ کورنیو سره د ژمنيو لباسونو مرسته شوې ده.

د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پنجشېر کې شاوخوا زر داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ شته او ۴۲۱ کورنۍ د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د بېلابېلو لاملونو له امله د پنجشېر له ګاونډو ولایتونو لکه نورستان، بدخشان او لغمان څخه پنجشېر ته راغلې او اوس په دغه ولایت کې ژوند کوي.

ابرار وایي، د بهرنیو مرستندویه موسسو مرستې له یاد ریاست سره په همغږۍ، له سروې او پېژندنې وروسته له اړو کورنیو سره شوې او د یادو کورنیو پر اقتصاد یې ښه اغېز لرلی دی.

د پنجشېر له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د معلوماتو پر اساس، تېر کال په دغه ولایت کې له دغه ریاست سره په همغږۍ بهرنیو موسسو له ۱۵۳۶۱ اړو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د پنجشېر له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محب‌الله جاهد وویل، له یادې ډلې له ۱۱ زره ۲۱۹ کورنیو سره د خوراکي توکو لکه اوړه، غوړي، وریجو، غنمو او نورو مرسته شوې، له ۱۱۴۲ کورنیو سره د نغدو پیسو او له ۳۰۰۰ کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې ډله کې بې‌وزلې او د طبیعي پېښو له امله ځپل شوې کورنۍ شاملې دي، خو ډېری یې هغه کورنۍ دي چې تېر کال له طبیعي پېښو لکه سېلابونو او نورو څخه زیانمنې شوې دي.

جاهد وویل، د پنجشېر له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست هڅه کوي چې له بې‌وزلو او د طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو سره ډېرې مرستې وکړي.

د پنجشير د اقتصاد ریاست د غیردولتي موسسو عمومي مدیر احمدایمان دروېش وایي، په ۱۴۰۱ کال کې له دغه ریاست سره په همغږۍ د مرستندویه موسسو له لوري له ۱۲زره او ۶۳۵ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او له ۹۵۸۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

د درویش په وینا، پر یادو مرستو سربېره، په پنجشېر کې ۳۱ کلینیکونه او روغتونونه د نهو کورنیو او بهرنیو موسسو له خوا تمویلېږي او د دغو موسسو له لارې د مرستو وېش او سروې برخو کې د ۳۲۴ ښځو په ګډون ۱۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د پنجشېر د اقتصاد رییس محمدنبي رحیمي مخکې پژواک ته ویلي و چې له بې‌وزلو سره مرستې تر یوه وخته اقتصادي ستونزې حل کولی شي، خو د کورنیو د اقتصاد د ښه ثبات لپاره بسنه نه کوي او د اقتصادي ثبات لپاره باید بنیادي او کاري زمینې برابرونکې چارې ترسره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی احمدشهاب علي‌زاده د یادو مرستو په اړه وایي: «په اوس وخت کې چې وینو د ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو له خوا د مرستو په را رسېدو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ډېرې اړتیاوې پوره شوې، خو دغه اقتصاد ثبات نه لري او د مرستو په درېدو سره به د بې‌وزلو کورنیو وضعیت له پخوا څخه ډېر خراب شي.»

د هغه په وینا، د بې‌وزلو کورنیو اقتصادي ثبات لپاره ثابت عاید ته اړتیا ده او یوازي حکومتونه د کورنیو د اقتصادي ثبات رامنځته کولو توان لري.

د نوموړي په باور، د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کول او د هېوادونو له خوا د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل د افغانستان د خلکو د اقتصادی ستونزو اساسي لاملونه دي.

Visits: 143

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.