Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شوو کورنيو سره یې د مرستو لړۍ پيل کړه چې په لومړۍ ورځ په بټيکوټ ولسوالۍ کې پر سېلابځپلو کورنيو د سرپناه وسايل ووېشل شول.
د پکتيا ولايت له سېلابځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.
په هرات ولایت کې یو شمېر بېوزله اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د مرستو د وېش په اړه شکایت لري.
د لغمان د الینګار ولسوال قاري ذاهدالله فاتح وايي چې نن د يادې ولسوالۍ له څه باندې اته زره بېوزلو کورنیو ته د مرستې وېش پيل شو.
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په فراه ولایت کې له ۲۲زره بېوزلو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر وایي، د افغانستان سېلاب ځپلو لپاره د پاکستان د خیریه مرستو لومړۍ جوپه چې پکې درمل او خوراکي توکي شامل دي، د مزار شریف هوایي ډګر ته رسېدلې ده.
د کډوالو چارو وزارت له خوا، د پکتيکا مرکز او څو ولسواليو پر ۴زره بې وزلو کورنيو د چين له لوري د مرسته شويو خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.
میدان ښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د مرستو بهير عادلانه نه دی
د بادغیس ولایت اوسېدونکي داسې مهال مستحقینو ته د مرستو پر نه رسېدو نیوکه کوي چې په دې وروستیو کې د مرستندویه ادارو پام خلکو ته ډېر شوی او هره ورځ نغدي او غیر نغدي مرستې پرې وېشي.
د اروزګان خلک، په ځانګړې توګه د لرو ولسوالیو اوسېدونکي د بشري مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي او وايي، مرستې تر اړو او مستحقو کورنیو نه رسېږي.
په غزني ولايت کې پر زرو اړمنو کورنيو د خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو له ۱۹۶۰ کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن