میدانوردګو کې له سېلابځپلو سره ۳،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه
ا.ا د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو له هرې کورنۍ سره سل زره افغانۍ او د دې پېښې له هر ټپي سره ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
ا.ا د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو له هرې کورنۍ سره سل زره افغانۍ او د دې پېښې له هر ټپي سره ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
د میدانوردګو په مرکز میدانښار او څلورو ولسواليو کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ١٨ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې. د ميدانوردګو د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو…
میدانوردګو کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د میدانوردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند توپ دښته کې د پولیسو تعلیمي مرکز ته وارداتي برېښنا وصل شوه.
د میدانوردګو په سیداباد کې د څلورو ولایتونو د والیبال د ۹۰ ټیمونو ترمنځ اووه ورځنۍ سیالۍ د میدانوردګو په بریا پای ته ورسېدې.
د ملي پراختیا شرکت د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ډبرو سکرو پروسس یوي فابریکې جوړولو چارې پیل کړې.
د میدانوردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، د دغه ولایت دویمه حصه بهسود ولسوالۍ په عليسنګ سیمه کې د تاریخي اثارو یوه ساحه کشف شوې ده.
د میدانوردګو په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې نن د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا له ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري د زراعتي کانالونو پاکولو په برخه کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۹ پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د عامه کتابتون ودانۍ جوړولو پاتې کارونه دې بشپړ شي.
د میدانوردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او پنځه نور کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د وارداتي برېښنا مزي د دوی پر کورونو او کرنیزو ځمکو تېر شوي خو بیا هم له برېښنا بې برخې دي.
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیون ۹۷۸ زره افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت پروژو چارې پيل شوې. د یاد…
په میدان وردګو کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ۱۰ زره غواګانو ته د پوستکي «لمپيسکین» واکسین پیل شو.
د میدانوردګو د مرکز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو جګړو پر مهال يې کورونه ویجاړ شوي خو د بېرته رغولو لپاره يې تر اوسه چا مرسته نه ده ورسره کړې.
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ډېری تاریخي ځایونه د تخريبېدو له ګواښ سره مخ دي.
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تېرو جګړو له امله پرمختیايي پروژې نه دي پلې شوې او اوسېدونکي يي وايي، د لارو خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په چک او بهسودو ولسوالیو کې له ۷۷۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.