د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه په نوې او عصري بڼه ورغول شوه
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه د ۷۷ زره ډالرو په لګښت په نوې او عصري بڼه ورغول شوه.
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه د ۷۷ زره ډالرو په لګښت په نوې او عصري بڼه ورغول شوه.
په ننګرهار کې له لسو زرو افغان سيکانو کورنيو څخه پاتې يوازينی سيک وايي، د هېواد مينې اړ کړی چې همدلته پاتې شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال د خوارجو (داعش وسلهوالې) شپږ غړي له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره يوځای نيولي دي.
د ننګرهار د کرنې او د کليو پراختيا رياستونو له لوري د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې کار پيل او د بلې چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو کليوالي روغتيايي مرکز لپاره د ۲۸۰ زره امريکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه. دا ودانۍ چې د…
د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي، سږ کال د طبعي افتونو، وچکالۍ او ځینو نورو ستونزو له امله د زیتونو باغونو په حاصلاتو کې په لویه کچه کموالی راغلی دی.
د استخباراتو لوی رياست وايي، ځواکونو یې په ننګرهار ولایت کې د انسانتښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، یوه کس چې د طالبانو په نوم یې له خلکو پيسې او موټرونه اخیستل، نیول شوی دی.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (یواینډيپي) په مالي ملاتړ د ۷ میلیون افغانيو په لګښت یو کانال جوړ شو.
د ننګرهار کانال ادارې له لوري په لومړي ځل د اوبهخور څاڅکو سيسټم جوړ شو چې ۱٨ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او ۳۲۶ جريبه ځمکه خړوبوي.
ننګرهار کې د رسنيو مسوولين او خبريالان وايي، لا هم د اقتصادي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي ستونزې يې د کارونو پر وړاندې خنډ دي چې بايد حکومت او د رسنيو ملاتړ بنسټونه يې د…
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې له لوري د نږدې ۱۰ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوه کانالونه جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي؛ خو سوداګر بيا وايي، که د پروسس او راټولولو عصري وسايل او نړۍوال بازار ورته برابر نه شي…
ننګرهار کې د شوکاڼي د کاروباريانو ټولنه وايي، د ګمرکي تعرفې لوړوالي له امله د شوکاڼي پروسس شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.
په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په شېرزادو ولسوالۍ کې په خپل سر د ځنګلونو وهلو او د لرګيو قاچاق په تړاو شپږ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت روغتيايي چارواکي وايي، د ډينګي ويروسي ناروغي چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه راغلې وه، تر ډېره کنټرول شوې خو لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې نامعلومو وسلهوالو يو پلار او زوی په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن څارمن سید ولي چې د زرګونو ماینونو په شنډولو یې د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی او په دې لار کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، اوس له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري جلالاباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۸ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د دغه ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د بېرو یوه ځنګله جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ اته معلول شوي ماشومان وايي، د ژوند له سختيو د خلاصون په موخه يې زدهکړو ته مخه کړې ده.
د ننګرهار ولايت شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ کې يو ځايي اوسېدونکي خپله مېرمن او ۹ مياشتنۍ لور وژلي او خپله له سيمې تښتېدلی دی.