ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوې کورنۍ اته معلول ماشومان: د راتلونکي ژوند ښه کېدو لپاره مو زده‌کړو ته مخه کړې ده

د یوې کورنۍ اته معلول ماشومان: د راتلونکي ژوند ښه کېدو لپاره مو زده‌کړو ته مخه کړې ده

author avatar
15 Oct 2022 - 15:15
د یوې کورنۍ اته معلول ماشومان: د راتلونکي ژوند ښه کېدو لپاره مو زده‌کړو ته مخه کړې ده
author avatar
15 Oct 2022 - 15:15

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ اته معلول شوي ماشومان وايي، د ژوند له سختيو د خلاصون په موخه يې زده‌کړو ته مخه کړې ده.

شاوخوا څلور کاله مخکې په خوږياڼو ولسوالۍ کې يوه ماشوم يوه ناچاوده مرمۍ موندلې وه، غوښتل يې ویې پلوري خو چاودنه يې پرې وکړه چې له امله يې يوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول او د يوې کورنۍ اته نور ماشومان معلول شول.

په معلولینو کې تر ټولو کوچنۍ رابعه ده، دوه کلنه وه چې د مور له خوږې غېږې د تل لپاره جلا او بدن يې نيمګړى شو، هغې په دې پېښه کې يوه پښه له لاسه ورکړې ده.

د رابعې څلور ترونه، يوه عمه او دوه د پلار د تره زامن په ياده پېښه کې معلول شوي دي.

رابعه وايي: «غواړم ډاکټره شم چې څوک زما په شان زخمي شي زه يې اعلاج وکړم.»

يوه بل معلول ماشوم فرهاد پژواک ته وويل چې د ژوند سختيو ته نه تسليمېږي، هڅه کوي چې د زده‌کړو پر مټ ښه راتلونکی ولري.

دی وايي: «موږ ته نوره سخته نه وي، ډېره سخته په ژمي کې وي، کله چې ساړه ډېر وي بيا زموږ بدن درد کوي، کورنۍ مو دومره توان نه لري چې زموږ اساسي درملنه وکړي، دواخانې نه ګولۍ راوړي، هماغه خورو.»

دا کورنۍ پر حکومت غږ کوي چې د اولادونو لپاره یې د معلوليت لرونکو وګړو د مرستې کارټونه جوړ کړي چې په پيسو يې دوی خپلو ماشومانو ته د درملنې، زده‌کړو او تفريح زمينه برابره کړي.

خو د دې کورنۍ مشر همېشه‌ګل چې د اولادونو د ژوند ښه کولو لپاره يې کلى پرېیښې او د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمې ته یې کډه کړې وايي، هڅه کوي چې ماشومان يې زده‌کړې وکړي.

هغه وايي: «په کلي کې به جګړې ډېرې وې، ما ويل دلته به مې اولادونه تعليم هم وکړي او له جګړو به هم په امان پاتې شو، اوس مو په اولادونو تعليم شروع کړی، دغه مشر هلک چې دی، اوس د تعليم ترڅنګ د خياطۍ کسب هم زده کوي.»

همېشه ګل وايي، په پېښه کې يې څلور زامن، يوه لور، يوه لمسۍ او دوه ورېرونه ټپيان شوي خو دوی د ټولې کورنۍ په همکارۍ هڅه کوي چې په دغو اولادونو زده‌کړې وکړي او د احتياجۍ له ژونده يې وژغوري.

نوموړي وويل: «اول خو مو بېخي تمه پرې شوې وه، بيا يوې موسسې زموږ ټولو اولادونو ته پښې جوړې کړې، يو تجار دی، الله دې ورسره ښه وکړي، د يو معلم معاش ورکوي، معلم همدلته راځي، ټولو ماشومانو ته درس ورکوي، څوک په اول کې دي، څوک دويم او هر يو چې کوم صنف کې دی، د هغه درس ورکوي، يوازې د امتحانونو په وخت کې يې موږ بيا مکتب ته بيايو.»

دی وايي، د ازموينو ورځو کې کورنۍ ځکه تکليف وي چې ښوونځی يې له کوره ډېر لرې دی، يو موټرسايکل لري چې په يو ځل پرې دوه کوچنيان وړل کېدلای شي او په دې ورځو کې يې يو بل روغ زوی هم له دغو ناروغو سره مصروف وي.

هغه له مرستندويه ادارو، حکومت او شتمنو هېوادوالو وغوښتل چې د اولادونو په ښې روزنه کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست وايي، د معلوليت لرونکو وګړو او د شهيدانو کورنيو ته د کارتونو جوړېدو کارونه یې چټک کړي او په نږدې وخت کې به ورته د کارتونو وېش هم پيل شي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي لعل‌باز اسدالله وايي، ّه تېر کې د معلوليت لرونکو وګړو او شهيدانو کورنيو د امتياز ورکړې پروسه کې فساد شوی و، اوس يې د فساد د مخنيوي لړۍ پيل کړې، له سره يې ټول کسان ليدلي چې نږدې وختونو کې به ورته کارټونه ووېشل شي.

د یادونې ده، وروستيو جګړو او چاودنو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان معلول شوي دي.

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.