Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۶۱ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي خو مسوولین وایي، هڅه کوي څو د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د پاکستان د پارلمان منشي اعلان کړی چې د تېر میلادي کال له نومبر میاشتې راهیسې څه باندې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
غزني ته له پاکستان او ایران څخه په زور را ایستل شوې یو شمېر کورنۍ شکایت کوي چې سرپناه نه لري او له حکومته غواړي چې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی د ایستلو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، د روان کال د وري له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې ۱۰۰ زره افغانان ثبت کړي او زیاتوي چې له هغوی سره د مرستو لپاره لا زیاتو سرچینو ته اړتیا ده.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴): افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی وايي چې د روانې اپرېل میاشتې
ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د روان کال تر پایه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP