Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، پنجشېر کې د سیند څنډو د تحکیماتو څلور پروژې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوې.
چارواکي وایي، د پنجشېر د درې ولسوالۍ اړوند یوه غره په وچو وښو کې د شپڼو د بېغورۍ له امله تېره ورځ ناوخته لګېدلی اور د امنیتي کسانو او سیمې خلکو په هڅو تېره شپه مړ شوی دی.
اووه ویشتم پړاو کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۳۵۴۵ قیراطه زمرد په ۱۰۷ زره او ۴۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت امنیه قومانداني وایي، پولیسو په دغه ولایت کې لس کسان له اووه میله وسلو او یوه اندازه مهماتو سره نیولي دي.
د پنجشېر ولایت په مرکز کې د دغه ولایت مرکزي زندان ته د ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله شپږ ځایي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
په ۲۶مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۳۸ قیراطه نور زمرد په ۷۴ زره و ۷۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ګیلاسو باغونه ډېر شوي او سږ کال له دغو باغونو نږدې ۳۶۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
دوو روسي پانګهوالو د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، د دغه ولایت د کانونو او تولیدي کارخانو برخه کې د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د ځانګړې لوا له لوري له پریان ولسوالۍ د بدخشان بهارک ته غځېدلی نږدې ۳۰۰ کیلومتر سړک جوړیږي او د ۵۰ کیلومتره چارې یې ترسره شوې دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له کانونو د استخراج شوو زمردو په پنځهویشتمه داوطلبۍ کې ۲۶۰۴ قیراطه زمرد په ۳۳۵ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت د زردالو حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه کموالی راغلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن