د پکتيا مستوفيت سږ کال ٢٠٨ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي
د پکتيا مستوفيت چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې ٢٠٨ ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالى ښيي.
د پکتيا مستوفيت چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې ٢٠٨ ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالى ښيي.
د پکتيا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او پنځه کسان نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ۹ ميليون افغانيو په لګښت د لمريزي برېښنا د پايو نصبولو چارې پيل شوې.
پکتیا کې د يونیسف ادارې له لوري د ښوونځيو له یو سل او ۱۵ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.
د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې دغه ولايت څه باندې اته سوه زره ټوکه د ښوونځيو درسي کتابونه ور رسېدلي چې ډېر ژر به پر زدهكوونكو ووېشل شي.
د پکتیا په پنځو ولسوالیو (سيدکرم، ميرزکې، جانيخېلو، ډنډپټان او شواک) کې شپږ روغتیايي مرکزونه جوړ شول او خدمات یې پیل کړل.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه. د پکتيا ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان څه…
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له شپږو روغتيايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت يو شمير لويې او وړې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد يوه فابريکه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د پکتيا ولايت په اوو ولسواليو کې د بېړنيو ناروغيو د کنټرول مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په پکتیا ولایت کې د کرونا له ۵۰ بستریز ځانګړي روغتون سره د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او طبي وسایلو مرسته وشوه. د ياد ولايت چارواکي وايي، دغه مرسته د پاملرنې…
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت حوزوي روغتون د درملو او روغتیايي پرسونل له کمښت سره مخ دى چې حکومتي مسوولين يې بايد حل کړي.
د پکتيا په جانيخېلو ولسوالۍ کې د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه سربند جوړوېدو چارې پيل شوې.
د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې يوه لمسي خپل نيکه په ډزو وژلى دى.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وزن پورته کولو لوبې د ملي لوبډلې ټاکلو او لوبغاړو پیاوړتیا په موخه درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ٧٠٠ ميليون افغانيو په لګښت د وارداتي برېښنا دوې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد يوه فابريکه کشف او له منځه يووړل شوه چې په تړاو يې ١٥ کسان هم نيول شوي دي.
د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د يوې مرمۍ چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت وياند وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې په پکتيا کې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي د چا په امر او په کومو شرايطو پيل شوي دي.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانېستل شوي دي.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې ٥١٨ کسان د جنايي جرمونو په تور نيول شوي او ۴٧ نور بيا تښتېدلي دي.