ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي د حوزوي روغتون له ناسمو خدمتونو شکايت کوي

د پکتيا اوسېدونکي د حوزوي روغتون له ناسمو خدمتونو شکايت کوي

author avatar
18 Oct 2022 - 16:02
د پکتيا اوسېدونکي د حوزوي روغتون له ناسمو خدمتونو شکايت کوي
author avatar
18 Oct 2022 - 16:02

ګردېز (پژواک، ٢٦ تله ١۴٠١): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت حوزوي روغتون د درملو او روغتیايي پرسونل له کمښت سره مخ دى چې حکومتي مسوولين يې بايد حل کړي.

بل لورته مسوولين وايي، دوى هڅه کوي چې له امکاناتو سره سم خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

په یاد روغتون کې د عزيزالله په نوم يوه ناروغ لرونکي پژواک ته وويل: «ما حوزوي روغتون ته يو ماشوم راوستی، اته بجې راغلی يم خو تراوسه پورې نوبت نه دی رارسېدلی او لا به هم انتظار کوم.»

ده وويل چې په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر ډېر خو صحي پرسونل بيا کم دى چې له امله يې په اسانه ناروغانو ته نوبت نه رسېږي.

دغه‌راز يوه بل ناروغ لرونکي بسم‌الله ځاځي پژواک ته وويل: «زما مېرمن ناروغه ده، څلور شپې کېږي چې په دې روغتون کې بستر ده، د ورځې څو ځله په درملو پسې بهر وځم او درمل راوړم، روغتون کې دننه درمل نشته دي.»

نوموړی وايي، په حوزوي روغتون کې ډاکتران يوازې معاينات کوي او څه ناڅه لومړني درمل لري، نور هر څه بايد له بهره راوړل شي.

د یاد ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي او نړۍوالو موسسو يې غوښتنه وکړه چې د پکتيا حوزوي روغتون د درملو او پرسونل ستونزې هوارې کړي.

بل لورته مسوولين هم تر يوه بريده يادې ستونزې تاييدوي.

د یاد روغتون مشر ډاکټر نصيراحمد رحماني پژواک ته وويل: «د پکتيا په حوزوي روغتون کې اساسي ستونزه د درملو او نورو طبي وسايلو نه بلکې د ناروغانو زياتوالی دی چې له امله یې موږ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ يو.»

دی وايي چې پخوا به د ورځې شاوخوا اته سوه ناروغانو مراجعه کوله، خو اوس دغه کچه ١٤٠٠ کسانو ته پورته شوې ده.

رحماني وايي، دوی ته د قرارداد له مخې او ناروغانو ته په کتو امکانات ورکول کېږي چې له امله يې بيا دوى نه شي کولى ټولو مراجعينو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

نوموړي هم له دولت او نورو خيريه ادارو څخه وغوښتل چې له دوی سره دې د طبي وسايلو او درملو په ورکړه کې مرسته وکړي.

ده وويل چې يادې ستونزې يې له حکومتي مشرانو سره شريکې کړې دي او له هيله‌من دی چې ژر نتيجه ورکړي.

د يادولو ده، د پکتيا حوزوي روغتون ۱۵۰ بستره لري او دری کاله وړاندې فعال شوی دی چې د عادي ناروغيو د درملنې ترڅنګ ځيني عملياتونه هم په کې ترسره کېږي.

دغه روغتون ته پر پکتيا سربېره د لوګر او پکتيکا ولايتونو د نږدې سيمو خلک هم مراجعه کوي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.