ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه

د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه

author avatar
3 Nov 2022 - 13:36
د پکتيا له کرونا روغتون سره د خوراکي توکو او طبي وسايلو مرسته وشوه
author avatar
3 Nov 2022 - 13:36

ګردېز (پژواک، ١٢ لړم ١۴٠١): په پکتیا ولایت کې د کرونا له ۵۰ بستریز ځانګړي روغتون سره د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او طبي وسایلو مرسته وشوه.

د ياد ولايت چارواکي وايي، دغه مرسته د پاملرنې (CARE) ادارې له لوري شوې چې پرمختللي طبي وسایل او د ناروغانو لپاره خوراکي توکي په کې شامل دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر صدرالدین عزام پژواک ته وويل: «نن ورځ د پاملرنې موسسې له لوري د دغه ولايت د کرونا ځانګړي روغتون سره د ۱۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو او د طبي وسايلو مرسته وشوه.»

د نوموړي په خبره، په دې طبي وسايلو کې د اکسيجن ډبې، کمپيوټر، د يو شمېر معايناتو ماشينونه، د اداري خونو لپاره تخنيکي وسايل، جنراتورونه او ځيني نور څیزونه شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.