پکتیکا کې چاودنې درېيو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده
د پکتيکا په مټاخان ولسوالي کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودې مرمۍ چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا په مټاخان ولسوالي کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودې مرمۍ چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې مړی موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایتي روغتون د بسترونو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵۰ ته لوړ شوی چې د چارو د عملي تطبیق لپاره یې ۴۷ نوي مسلکي کارکوونکي جذب کړي، څو د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې دندې مخ ته یوسي.
د پکتیکا ښوونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو ښارګوټی شاوخوا درې کاله مخکې پرانیستل شوی خو ښوونکو ته په کې تر اوسه د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.
د پکتيکا امنيه قومنداني وایي، په مرکز ښرنه کې یې درې ماشومان نیولي چې د خلکو له موټرونو یې «ځیرک موبایلونه» غلا کول او بیا یې پر هټۍوالو پلورل.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وایي، د ښوونيز نصاب د کتابونو د وېش لړۍ یې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې د دغه ولایت د ۹۹ سلنه ښوونځیو زدهکوونکو ته درسي کتابونه ورسوي.
د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلهځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پیل کړې.
د پکتیکا روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې د ناپاکو اوبو او خوړو له امله د کولرا ناروغي خپره شوې او سلګونه کسان پري اخته شوي دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وایي، د ګيان ولسوالۍ په “ږلۍ” کلي کې له مازیګر راهیسې په دوامداره توګه زلزله کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.
د پکتيکا په نږدې لسو ولسوالیو کې سېلابونو سلګونه جریبه ځمکه - چې ډېره برخه یې د غنمو کښتونه وو - ویجاړه کړې او په ځينو سيمو کې یې د خلکو کورونه نړولي دي.
د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. یوې ځایي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اورګون ولسوالۍ په…
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې تر ۱۰۰ ډېر ډاکټران ګومارل شوي څو زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په پکتیکا کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنيو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو توکو مرسته کوي.
د پکتیکا سرپرست والي وايي، د دغه ولایت زلزلهځپلو سیمو ته روغتیايي او بشري مرستې رسېدلې دي او د زیانمنو شوو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه شوې ده؛ خو حکومت پلان لري چې له مرستندویه ادارو سره په ګډه دغلته د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټيز کارونه وکړي.
د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې د دویمې زلزلې له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر یولسو زیات ټپیان شوي. د ملي راډیو تلویزیون رئیس احمدالله وثیق په خپله تویترپاڼه کې لیکلی،…
د پکتیکا چارواکي وايي، زلزلې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې ۳ زره کورونه ویجاړ کړي دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يو خصوصي روغتون چې د ۱۷ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، نن یې فعالیت پيل کړ.
په پکتیکا کې خلک، هټۍوال او سوداګر وايي، له کلونو راهیسې حکومت نه دی توانېدلی دغه ولایت ته منظمه برېښنا ورکړي او دې ستونزې د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی دی.
د پکتیکا اوسېدونکي او د لوبو مینهوال وايي، په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو تکړه او وړتیا لرونکي لوبغاړي شته، خو د لوبو لپاره مناسب ځایونه نه لري.
د پکتیکا اوسېدونکي د مخابراتي سیسټم له کمزوري فعالیته شکایت کوي او وايي، دې ستونزې یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.
د پکتیکا والي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له دیني عالمانو سره په ګډه ناسته کې غوښتنه وکړه چې د حکومت او ولس تر منځ د همغږۍ په موخه دې په ولسوالیو کې سیمه ییزې شوراګانې جوړې شي.