Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا والي: په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټیز کارونه کوو

ښرنه (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا سرپرست والي وايي، د دغه ولایت زلزله‌ځپلو سیمو ته روغتیايي او بشري مرستې رسېدلې دي او د زیانمنو شوو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه شوې ده؛ خو حکومت پلان لري چې له مرستندویه ادارو سره په ګډه دغلته د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټيز کارونه وکړي.

سرپرست والي مولوي ثناءالله معصوم دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ده وویل، له هغه وروسته چې د دغه ولایت ګیان او برمل ولسوالۍ زلزلې سختې وځپلې، زیانمنو ته روغتیايي او بشري مرستې رسول شوې او دا لړې روانه ده.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله د حکومت ترڅنګ ملي او نړۍوالو موسسو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او په خپله خلکو زلزله‌ځپلو سیمو ته بېلابېلې روغتیايي او بشري مرستې رسولې چې پکې درمل، خوراکي توکي، خېمې او د اړتیا وړ نور وسایل شامل دي.

نوموړی وايي، په یادو شوو سیمو کې د ټاکل شوو ټیمونو له خوا سروې روانه ده څو له زیانمنو کورنیو سره په راتلونکي کې نورې مرستې هم وشي.

د هغه په خبره، د سیمې له خلکو او دیني عالمانو یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې څو له سروې کوونکو بنسټونو سره همکاري وکړي او مرستې په پوره روڼتیا پر زیانمنو وګړو ووېشل شي.

معصوم وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې زلزله‌ځپلو سیمو ته څومره مرسته راغلې؛ خو په دې برخه کې کار کوي چې کره شمېرې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

ده خبر ورکړ چې په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزلې له امله د زیانمنو خلکو د تثبیت لومړۍ سروې بشپړه شوې او د مرستې وېش پيل شوی دی.

دی وايي، لومړیتوب دا دی چې په پیل کې له زیانمنو شوو سره د درملنې، خوراک، پوښاک او موقتي سرپناه په برخه کې مرسته وشي.

هغه زیاتوي: «د زلزله‌ځپلو سیمو هغو اوسېدونکو ته چې کورونه یې به بشپړ ډول له منځه تللي او یا ډېر زیانمن شوي، د موقت اوسېدو لپاره خېمې او د اړتیا وړ نور توکي ورکړل شوي، خو حکومت پلان لري چې له مرستندویه ادارو سره په ګډه د خلکو د ژوند د بېرته عادي کولو لپاره دلته بنسټيز کارونه وکړي.»

نوموړي له ملي او نړۍوالو مرستندویه ادارو، خیریه بنسټونو او سوداګرو وغوښتل چې د زیانمنو شوو خلکو د کورونو جوړولو ترڅنګ هغوی ته د روغتیا، پوهنې او نورو بنسټیزو کارونو په کولو کې مرسته وکړي.

سرپرست والي وویل، په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله دوه کلینکونه هم ویجاړ شوي چې مرستندویه ادارې او نور بنسټونه یې باید په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

ده یادونه وکړه چې حکومت پلان لري څو په ګیان او برمل ولسوالیو کې د هغو یتیمانو پالنه پر غاړه واخلي چې د کورنۍ سرپرستان یې د زلزلې له امله مړه شوي دي.

تېره چهارشنبه د شپې شاوخوا يوه نيمه بجه پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، غزني، کابل او ځیني نور ولايتونه زلزلې ولړزول چې ډېر مالي او ځاني زيان یې د پکتيکا په ګيان او برمل ولسوالۍ کې اړولی او د دغو دوو ولسواليو شاوخوا ۳۳ کلي یې ویجاړ کړل.

د زلزلې له امله یوازې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.