د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر د چاودنې له امله ۱۳ پوځیان وژل شوي او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان دي.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو په موخه د تیږو ماتولو لپاره په لاس جوړ شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ویلي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې د پرون ورځې چاودنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۸۱ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کوېټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور پاکستاني پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان دي.