Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوانو مرستې ژمنه وکړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي.
په کابل کې د چین سفیر د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي چې یوه ناپېژنده بریدګر، چين کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په یوه پارک کې په چړو وهلي او روغتون کې بستر شوي دي.
کابل کې د چین سفارت افغاني سرې میاشتې ټولنې ته په هېواد کې د وروستیو سېلابځپلو لاسنیوي په موخه سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وسپارله.
په کابل کې د چین سفیر وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د لا پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو ظرفیت لوړولو په موخه د زدهکړو لنډمهال پروګرامونه برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نړۍوالو او سیمهییزو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره چین ته سفر کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته په بشپړه همغږۍ دوام ورکړي.
پاکستاني چارواکي وايي، د چین شرکتونو په خیبر پښتونخوا کې پر دوو برېښنا بندونو د کار د درولو اعلان کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره لري او نه غواړي له هيڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP