ژبه

د چین ځانګړي استازي مولوي امیرخان متقي ته چین ته د سفر بلنه ورکړې

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، متقي له ا.ا.ا. څخه د چین د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم ویلي چې هېواد به یې په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې خپلې هڅې نه سپموي.

یاد وزارت لیکلي، یوی شیایونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له خوا د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزير ته دغه هېواد ته د رسمي سفر بلنه ورکړه چې د افغان لوري له خوا په خوښې ومنل شوه.

ورته موضوع