افغان حکومت د ژمي لپاره له چین څخه د بشري مرستو غوښتنه کړې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرپرست حکومت په ژمي کې د بشري مرستو په اړه د چین له سفیر سره خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد…
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرپرست حکومت په ژمي کې د بشري مرستو په اړه د چین له سفیر سره خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد…
په کابل کې د چین سفیر وایي، د افغانستان نوي سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اهمیت په سترګه ګوري.
پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې غونډې پرېکړهلیک ته رایه ورنه کړه. د افغانستان په اړه دا ځانګړې غونډه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو…
په چین کې د افغانستان سفارت وایي، سرپرست سفیر د دغه هېواد د اسیا څانګې له مرستیال مشر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سبا په چین کې د شانګهای نړیوالو وارداتو یو نندارتون پرانيستل کېږي او د افغانستان د وچې میوې او غالیو ځینو سوداګر هم په کې ګډون کوي.
په افغانستان کې د چین سفیر ویلي، ډېر ژر به په افغانستان کې د چین د پیل شوو پروژو عملي چارې پیل کړي او د نړۍوال او اسیا پراختیایي بانکونو له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې به هم بشپړې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ، خو پاکستان، چین او ونزویلا د هغه د ماموریت د دوام پر ضد رایې کارولې دي.
پاکستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د چین د ایغور مسلمانانو د ستونزو په اړه د بحث له قرارداد سره مخالفت کړی دی. امریکا غږ ډیوه راډیو خبر ورکړی چې په جنیوا کې…
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې درېیو چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ د…
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې سیاسي خبرو اترو ته وده ورکړي څو نړۍواله ټولنه ورسره په معقوله او عملي بڼه خپله همکاري ډېره کړي.
افغانستان د چین له یوه دولتي شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړ.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.
چین، په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته وایي، د ترهګرۍ ضد همکارۍ باید د نورو هېوادونو حاکمیت زیانمن نه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې راتلونکې اونۍ افغانانو ته د ویزې ورکول پیلوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندولو سره افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.
په کابل کې د چين سفیر د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې همکاري کوي.
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د پاکستان د ستر ښار کراچۍ پوهنتون کې د یوه ځانمرګي برید له امله ددرېیو چینایي استادانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو د ځایي امنیتي مسوولینو په حواله خبر ورکړی…
د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د مس عینک پروژې په اړه د چینايي کمپنۍ له مرستیال (اوو مین) سره خبرې وکړې.
د چین د نفتو ملي شرکت یوه چارواکي کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د باختر اژانس د راپور له مخې، د چین د نفتو دولتي…
د راپورونو له مخې، په چین کې په یوه ورځ کې ۱۶۴۱۲ کسان پر کرونا اخته شوي چې دا د دې ناروغۍ خپرېدو له پیله راهیسې په چین کې په یوه ورځ کې د کرونا تر ټولو لوړه شمېره چې ثبتېږي.