ژبه

افغان حکومت د ژمي لپاره له چین څخه د بشري مرستو غوښتنه کړې ده

اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرپرست حکومت په ژمي کې د بشري مرستو په اړه د چین له سفیر سره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدين مسلم کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره وکتل او په کې په راتلونکي ژمي کې د بشري مرستو په اړه خبرې وشوې.

مولوي شرف‌الدين مسلم د چین له شويو مرستو مننه وکړه او په راتلونکي ژمي کې يې د افغانستان په ځینو سيمو کې د بشري وضعيت، خوراکي توکو، پوښاک او نورو لومړنيو اړتياوو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د چین سفیر وانګ يو له افغانستان سره د خپل هېواد پر بشري مرستو رڼا واچوله او په راتلونکي ژمي کې يې د افغان لوري لومړيتوبونو ته په پام ژمنه وکړه چې هېواد به يې ياد موارد په پام کې ونيسي.

سفير زياته کړه، د مرستو د اغېزمنتيا لپاره د افغان لوري له خوا د لومړيتوبونو په ګوته کول مهم دي.

بلخوا د چین سفیر وانګ یو، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هم د ژمي په را رسېدو د خپل هېواد له خوا د ژمنیو مرستو یادونه کړې چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د یوه میکانیزم پر اساس پر اړو افغانانو ووېشل شي.

ورته موضوع