ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د چین د مسلمانانو په اړه له بحث سره مخالفت وکړ

پاکستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د چین د مسلمانانو په اړه له بحث سره مخالفت وکړ

author avatar
8 Oct 2022 - 02:24
پاکستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د چین د مسلمانانو په اړه له بحث سره مخالفت وکړ
author avatar
8 Oct 2022 - 02:24

اټلانټا (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): پاکستان د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د چین د ایغور مسلمانانو د ستونزو په اړه د بحث له قرارداد سره مخالفت کړی دی.

امریکا غږ ډیوه راډیو خبر ورکړی چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته دغه قرارداد امریکا، بریتانیا اوکاناډا په ګډه وړاندې کړی و.

د یادو هېوادونو سفیرانو پر دې قرارداد د خبرو پرمهال وویل چې هیڅ پیاوړی هېواد باید له بحثه مستثنی نه شي.

د امریکا سفیرې مېشل ټېلر وویل، دلته ټول له بشري حقونو پر سرغړونو باندې د بحث لپاره راټول شوي، په دې کې هیڅ شک نشته چې د چین په سینکیانګ کې پر مسلمانانو سخت ظلمونه روان دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د چین پرضد دغه قرارداد رد او هیڅ بحث پرې ونه شو.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان، قطر، اندونیزیا او متحده عربي اماراتو په څېر د مسلمانو هېوادونو په ګډون، ۱۹ هېوادونو پر یاد قرارداد بحث کول رد کړ، ۱۷ هېوادونو یې ملاتړ وکړ او ۱۱ هېوادونو په رایه کې برخه وانخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، په چین کې له انساني حقونو سختې سرغړونې کېږي.

Visits: 1162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.