منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کابل

۱،۱۷۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د کابل جنګلک روغتون ورغول شو

پر نشو روږدو کسانو د درملنې لپار د کابل جنګلک روغتون د ترکیې خیریه بنسټ «IHH» په مالي ملاتړ په اساسي ډول ورغول شو او په دغه روغتون کې ۲۰۰ بسترونه زیات شول.

غړي

کابل کې د کورنيو تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ شو

په کابل کې د افغانستان د سوداګرو او پانګه‌والو ټولنې له لوري له صنعت او سوداګرۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره په همغږۍ، «د افغانستان د اقتصادي بهیر پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې د کورنيو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.

غړي

«د ملي شورا ۲۵۰ کارکوونکي چې بې‌برخلیکه پاتې وو، په نورو ادارو کې وګومارل شول»

د تېر حکومت د ولسي جرګې یو شمېر کارکوونکي چې له سیاسي بدلون وروسته بې‌کاره شوي، په داسې حال کې د خپل برخلیک د روښانه کېدو غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، تر اوسه د ملي شورا ۲۵۰ کارکوونکي په نورو ادارو کې ګومارل شوي او دغه بهیر لاهم روان دی.

غړي

کابل د سیمې له هېوادونو غواړي چې خپله خاوره او فضا د افغانستان خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي

کابل د مسکو غونډې په تړاو وایي، د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي، هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي او د سیمې له نورو هېوادونو هم هیله لري چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي.

غړي

د کابل اوسېدونکي د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي

د کابل ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پیازو بیې له درې برابره لوړېدو شکایت کوي چې مسوولینو ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د پیازو بیه بېرته راټيټه شي. 

نور راپورونه