ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

کابل کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

author avatar
2 Dec 2022 - 02:11
کابل کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي
author avatar
2 Dec 2022 - 02:11

اټلانټا (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): امنیتي مسوولین وایي، په کابل ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

باختر خبري اژانس د امنیتي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند په تایمنیو سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یوه کور کې د ګازنیونې له امله د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون، شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باختر اژانس د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.