استخبارات وايي، په کابل کې یې پنځه داعشیان وژلي
د استخباراتو رياست ويلي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې اړوند پنجصدفاميلو سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه داعشیان وژل شوي دي.
د استخباراتو رياست ويلي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې اړوند پنجصدفاميلو سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه داعشیان وژل شوي دي.
د استخباراتو ریاست وایي، د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند سیمه کې ۲۴ او په سرپل ولایت کې یې ۱۲ میله وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي. د استخباراتو لوی ریاست پر خپله…
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سېمه کې د یو سوداګر پر موټر چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین کې تر اوسه د کابل ښار په ټولو څلورو لارو کې کمرې فعالې شوې او خلکو هم پر خپلو ۲۰۰۰ کورونو کمرې لګولې دي.
د افغانستان بانک مرستیال ویاند وایي، نوي چاپ شوي بانکنوټونه کابل ته را رسېدلي، خو د څومره والي په اړه یې تر اوسه ده ته معلومات نه دی ورکړل شوي.
د کابل امنيتي مسؤولين وايي، پولیسو د دغه ښار د ۱۹مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور «مشهور وسلهوال غله» نیولي دي.
امنيتي چارواکي وايي، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د شيخ محمد روحاني په جومات کې چادونې اوه کسان برسېرن ټپيان کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې علماوو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د «ښه امنیت، اسلامي نظام او شته فرصتونو انځور» به د نړۍ مسلمانانو ته ورسوي.
د کابل سیلو دولتي شرکت مسوولین وایي چې تېر کال یې ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل، خو د روان کال تر پایه پورې به عوایدو کچه ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړه کړي. د باختر اژانس…
د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
ذبیحالله مجاهد وایي، په کابل کې د داعش ډلې هغه دوه کسان ژوندي نیول شوي او شپږ نور یې وژل شوي چې په کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز او د وزیر اکبرخان جومات ته څېرمه برید کې یې لاس درلودل.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کابل ښار په اتمه حوزه کې د داعشیانو یو پټنځای کشف شوی او پر ضد یې عملیات پیل شوي دي.
لسګونه نسایي او ولادي ډاکټرانې به په یوه علمي سمپوزیم کې د سینې، رحم او غېر نورمال عملیاتو اړوند روغتیايي ستونزو په اړه بحث کوي او د حل لارو لپاره به یې خپل وړاندیزونه مطرح…
په کابل کې د ترکیې سفیر د بشري مرستو وېش، د پراختیايي پروژو تطبیق او د خلکو ستونزو ارزونې لپاره جوزجان ولایت ته سفر وکړ او له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.
په کابل کې یو شمېر موټرپلورونکي وایي، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت له امله په هېواد کې د موټرو پلور کم شوی او د پخوا په نسبت یې بيې هم ټيټې شوې دي.
د کابل په بادام باغ کې د «معیاري کرنه، د هېواد اقتصاد تضمینوونکې» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورني تولیداتو نندارتون جوړ شو چې څلور ورځې به دوام ولري. په دغه نندارتون کې…
د کابل پوهنتون مخې ته یو شمېر ښځو او نجونو د لاریون پرمهال د زدهکړو او خپلو حقونو غوښتنه وکړه.
د کابل په انتاني روغتون کې د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیوایچاو) له لوري بېړنی وارډ او PCR لابرتوار پرانیستل شول چې نږدې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.
په کابل ښار کې د یو شمېر رسټورانټونو خاوندان وايي، کاروبار یې د اوسني حکومت د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله غوړېدلی او د ښځو راتګ هم نسبتا ډېر شوی دی.
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون امریکايي ډالر نور کابل ته را ورسېدل. مرکزي بانک په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د…
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې پر ۷۵ معلولینو ویلچېرونه ووېشل شول.
هند وایي، د روغتیایي مرستو دیارلسمه کڅوړه یې افغانستان ته لېږلې او نن په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون سپارل شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو په کابل ښار کې یو وسلهوال غل وژلی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو د هېوادوالو رواني روغتیا زیانمنه کړې، په همدغه بنسټ اړتیا لیدل کېږي چې نړۍوال بنسټونه د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.