Language

کابل کې چاودنې دوه کسان وژلي

اټلانټا (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې یوه موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د لړم په ۳۰مه، رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه تر ماښام وروسته د کابل ښار په پروان سه سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دې چاودنه کې دوه کسان چې په موټر کې سپاره وو، وژل شوي دي.

تر دې مخکې عیني شاهدانو ویلي وو چې چاودنه د چسپکي ماین له امله شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Related Topics