د بادغیس کروندګر: حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي
د بادغیس کروندګر په روان کال کې دغه ولایت کې د خټکيو د حاصلاتو له کمښته شکایت لري او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بادغیس کروندګر په روان کال کې دغه ولایت کې د خټکيو د حاصلاتو له کمښته شکایت لري او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د دایکنډي کروندګر او د کرنې ریاست مسوولین تاییدوي چې هره ورځ د اوبو کمښت او وچکالۍ په سختېدو سره، د دغه ولايت ونو او ځنګلونو سخته صدمه لېدلې ده.
د بامیان کروندګر په دغه ولایت کې سږني کرنیز افات بېمخینې بولي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي. د بامیان ولایت یو پخوانی کروندګر عبدالصمد وایي، د کرنې…
د کندهار کروندګر وايي، له تېر کال راهیسې په دغه ولایت کې د شنو خونو/ Green Housesجوړولو بهیر درېدلی؛ په داسې حال کې چې مخکې به هر کال د کرنې وزارت او ځینو موسسو په مرسته لسګونه شنې خونې جوړېدلې او سلګونه کسان پکې په کار بوختېدل.
د دایکنډي اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دي او له حکومته د خلکو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
په هرات ولایت کې ځينو دیني عالمانو او کروندګرو د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر اساس یې د کوکنارو کرل منع شوي؛ خو له حکومته یې د کوکنارو د بدیل کښت د امکاناتو برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د غزني د اندړو ولسوالۍ کروندګر وايي، سږ کال ورښتونه نشته او کښتونه یې اوبو ته اړتیا لري، چارواکي باید د سردې بند اوبه خوشې کړي.
د ننګرهار ولايت د یو شمېر هغو ولسواليو کروندګر چې وړمه ورځ يې فصلونه او باغونه باران او ږلۍ ځپلي، غوښتنه کوي چې د کرنې رياست دې ورسره مرسته وکړي.
د کندهار کروندګر او باغ لرونکي هېواد ته د واردېدونکو زراعتي درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او وايي، د درملو کارول یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي او…
د لوګر ولایت یو شمېر ګروندکر وايي چې سږ کال د سبزيو د حاصل کچه لوړه ده خو د پلور لپاره ورته مناسب بازار نه لري. د لوګر د مرکز اړوند د پورک سيمې…