ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار غواړي

د لوګر کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار غواړي

author avatar
13 Sep 2021 - 13:17
د لوګر کروندګر خپلو حاصلاتو ته بازار غواړي
author avatar
13 Sep 2021 - 13:17

پل علم (پژواک، ٢٢ وږى ١٤٠٠): د لوګر ولایت یو شمېر ګروندکر وايي چې سږ کال د سبزيو د حاصل کچه لوړه ده خو د پلور لپاره ورته مناسب بازار نه لري.

د لوګر د مرکز اړوند د پورک سيمې يوه کروندګر سيدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې پر درې جريبه ځمکه کې رومي، تور بانجان، پياز، بينډۍ او ځيني نور شيان کرلي دي.

هغه وايي: ((حاصلات يې ډېر ښه دي، خو بازار هيڅ نشته، حيران يو چې چېرته يې خرڅ کړو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په نورو کلونو کې به دا مهال يو من رومي پر سل افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال يې نرخ ٣٥ افغانۍ دى.

همدارنګه د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ډبر سيمې یوه کروندګر عزيزالله پژواک ته وويل چې پر ١٥ جريبه ځمکه کې بېلابېل ډول سبزيجات کرلي دي.

دى هم وايي: ((حاصلات ډېر ښه دي، خو تجار يې په ډېره کمه بيه غواړي، په سخت تاوان کې یو.))

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ د اببازک سيمې کروندګر محب الله وويل چې په پنځه جريبه ځمکه کې سبزي کرلي او سل زره افغانۍ لګښت يې پرې کړى دى.

ده وويل: ((که اټکلي و وايم نو زموږ په سيمه کې به درې سوه جريبه ځمکه کې سبزي کرل شوي وي، خو بازار هيڅ نه لري، ټول دهقانان په تاوان کې روان دي، زه همدا اوس مطمين نه يم چې د سر پيسې بېرته پورته کړم.))

يو شمېر نورو سوداګر هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې حاصلاتو ته يې بازار پيدا کړي.

په دې اړه د لوګر د کرنې رياست مرستيال خان زمان پژواک ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت پر دوه زره هکټاره ځمکه سبزيجات کرل شوي دي.

ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړو، څو په هېواد کې دننه او بهر د لوګر د سبزيجاتو لپاره بازار پيدا کړي.))

خو نوموړي اندېښنه وښوده، که چېرې په بهر کې دغو حاصلاتو ته بازار پيدا نه شي، په کور دننه داسې بازار نشته چې دغه ټول سبزيجات په کې وپلورل شي.

د اړوندو بنسټونو د معلوماتو له مخې، که چېرې د لوګر سبزيجات په مناسبه بيه وپلورل شي، نو يو جريبه يې په يو فصل کې له ٨٠ تر ١٠٠ زرو افغانيو پورې عوايد کوي.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.