Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ولایت په اسمار او نورګل ولسوالیو کې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د افغانستان د راتلونکو نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه .
د سرپل بزګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د لویو سړو خونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
میدانوردګو کې یو شمېر کروندګر وايي، رومیان یې حاصل ته رسېدلي خو د تورخم لارې له بندېدو سره یې بیه دومره ټيټه شوې چې ان خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.
د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
اروزګان کې یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د انځر باغونو ښه نتیجه ورکړې او که یې حاصلاتو ته بازار پیدا شي د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.
فاریاب کې د خټکیو د حاصلاتو راټولولو موسم رارسېدلی، خو د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو لپاره د بازار او د ساتنې لپاره یې د سړوخونو له نشتوالي شکایت لري.
د بغلان کروندګر وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د روميانو د حاصلاتو کچه لوړه ده خو نرخونه يې ډېر ټيټ دي چې دوى يې له تاوان سره مخ کړي.
لوګر يو شمېر کروندګر وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې او کروندګر هر کال له دې لارې سلګونه زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.
هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال يې د غنمو حاصلات ښه شوي خو بيه يې ټيټه ده او نه شي کولی شوی لګښت پوره کړي.
د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې اوس هم کرکیله په پخوانۍ او دودیزه بڼه ترسره کېږي او حکومت باید د کرنې میکانیزه او عصري کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP