ژبه

د دایکنډي کروندګر: حکومت دې له‌ موږ سره د کرنې عصري کولو برخه کې مرسته وکړي

نیلي (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې اوس هم کرکیله په پخوانۍ او دودیزه بڼه ترسره کېږي او حکومت باید د کرنې میکانیزه او عصري کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي، کرنه په دغه ولایت کې په دودیزه بڼه ترسره کېږي او خلک د عصري کرنې په‌ تړاو پوهاوی نه‌لري.

په دایکنډي کې یوه کروندګر حاجي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ ډېری خلک پر کرنه بوخت دي، خو له ځمکو ښه حاصلات نه‌شي ترلاسه کولی او لامل یې دا دی چې موږ د عصري کرنې په تړاو معلومات نه لرو.»

هغه زیاته کړه، پخوانۍ یا دودیزه کرکیله ډېرو اوبو او حاصل‌خیزه ځمکې ته اړتیا لري، خو دایکنډي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او ځمکې یې هم هوارې نه دي چې له‌امله یې له خپلو کروندو ډېره کم ګټه ترلاسه کوي.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې اوبه لږې او د سرې بیه لوړه وي او اصلاح شوي کرنیز تخمونه هم په سختۍ پیدا شي، نو ښکاره ده چې زموږ د ځمکو حاصلات کم دي.»

نوموړی په یاد ولايت کې د کرنې د نوو لارو چارو په وده کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د د ایکنډي د مرکز نیلي ښار یوه بزګر امان وویل، په دوديزه بڼه کرنه د دې لامل کېږي چې د خلکو د حاصلاتو کچه د پام وړ کمه شي.

هغه زیاته کړه چې له همدې امله بزګران نه‌شي کولای ان د یوه کال لپاره خپل کورني لګښتونه پوره کړي.

نوموړي له‌حکومته وغوښتل چې د کرنې عصري کولو لپاره په یاد ولایت کې بزګرانو ته وسایل او عصري ماشینونه ووېشي.

هغه زياته کړه، د ځمکو اوبه کولو څڅوبي (قطره‌يي) طريقه د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي يوه غوره لاره ده، خو کروندګر د دغه سیسټم برابرولو توان نه لري.

هغه وویل، دې‌ ته په پام چې بزګران یو کال په خپلو کروندو کې زیار باسي، خو بیا هم نه شي کولی چې د یوه کال لپاره خپل لګښتونه پوره کړي.

د هغه په وینا، دغه ستونزه له کرنې سره د بزګرانو د لېوالتیا کمېدو لامل کېږي.

بل‌خوا، د کرنې چارو پوهان په‌ دایکنډي کې د عصري کرنې نه ترویجېدو لامل د دغه ولایت د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ګڼي.

د کرنې برخې یوه متخصص دین‌محمد فهیمي وویل، دا چې ډېری هېوادوال پر کرنې بوخت دي او له بزګرۍ پرته بل کار نه لري، خو بیا هم نه‌شي کولی له‌ دې لارې ښه ګټه ترلاسه کړي.‌

هغه وویل چې بزګرانو ته باید د عصري کرکیلې په‌ تړاو پوهاوی او د کرنې پیاوړي کولو ځانګړي وسایل ورکړل شي.

هغه څرګنده کړه چې له عصري لارو چارو په استفادې سره دوی کولی شي په کم لګښت له‌خپلې ځمکې ښه حاصلات ترلاسه کړي.

په ورته مهال، د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین وايي، که‌ څه ‌هم د کرنې عصري کولو برخه کې ډېر امکانات نه لري، خو تل په دغه ولایت کې د کرنې عصري کولو لپاره هڅه کوي.

د دایکنډي د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي شېراحمد رفېع وویل، دوی ټول کال په دغه ولایت کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشي.

هغه زیاته کړه چې د کرنې عصري کولو برخه کې د دوی په اداره کې یو مدیریت کار کوي، څو په یاد ولایت کې د عصري کرنې لارې چارې ترویج کړي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال یې په دې ‌تړاو مرکز ته وړاندیزونه کړي څو په دغه ولایت د کرنې عصري کولو ته پاملرنه ډېره کړي.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې برخه کې یې له مرستندویه موسسو هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته موضوع