ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې کروندګر: که د انځرو حاصلاتو ته مارکېټ پیدا شي، د کوکنارو ښه بدیل دی

اروزګان کې کروندګر: که د انځرو حاصلاتو ته مارکېټ پیدا شي، د کوکنارو ښه بدیل دی

author avatar
13 Aug 2023 - 15:48
اروزګان کې کروندګر: که د انځرو حاصلاتو ته مارکېټ پیدا شي، د کوکنارو ښه بدیل دی
author avatar
13 Aug 2023 - 15:48

ینکوټ (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): اروزګان کې یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د انځر باغونو ښه نتیجه ورکړې او که یې حاصلاتو ته بازار پیدا شي د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.

د اروزګان د مرکز ده‌یک سیمې یوه کروندګر عزیزالله چې د انځرو څلور باغونه لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوس لپاره انځر د کوکنارو پر ځای یوازېنی مناسب بدیل ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، سږ کال یې هغه ټولې شاړې ځمکې د انځرو باغونه کړل چې له کلونو راهیسې پرې کوکنار کرل کېدل.

عزیزالله دغه راز وایي، خوښ دی چې د کوکنار پر ځای اوس انځر کرل کېږي خو دا چې د انځرو حاصلاتو لپاره مناسب مارکېټ نشته، لویه ستونزه ده.

د هغه په خبره چې د باغ حاصل يې رسېدلی خو د مارکېټ نه شتون له امله يې بیه ټيټه ده.

عزیزالله له حکومته وغوښتل چې د انځرو حاصلاتو ته یې ښه مارکېټ پيدا کړي.

دغه راز د اروزګان مرکز ترینکوټ د خانقې سیمې اوسېدونکی او کروندګر غلام اسحاق هم وايي، انځر د کوکنارو ښه او حلال بدیل دی.

هغه زیاتوي، مخکې کلونه یې کوکنار کرل، خو حاصل ته له رسېدو څو ورځې مخکې به کښت مرض وکړ او د هغوی ټول زیار به پر اوبو لاهو شو.

د نوموړي په خبره، که په دغه ولایت کې د انځرو حاصلاتو ته مناسب مارکېټ پيدا شي نو تر کوکنارو يې ګټه زیاته ده.

دی وايي، اوس د خپلو باغونو د حاصلاتو لپاره مناسب مارکېټ نه لري او په وینا يې، کندهار ته يې وړي او په نیمه بیه يې پلوري.

د یاد ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر اخترمحمد بیا وايي، هلته د انځرو باغونو ښه نتیجه ورکړې خو په وینا يې، خلک پوره بلدتیا نه لري چې د کرنې ریاست باید ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

اخترمحمد وویل چې اوس په اروزګان کې څلورنیم کیلوګرامه وچ انځر له ۲۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د اروزګان د کرنې ریاست هم مني چې دغه ولایت د انځرو باغونو لپاره ډېر مناسب ځای دی.

د کرنې ریاست ویاند عبدالمنان فاروقي پژواک ته وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال د انځرو حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاتوي، تېر کال په دغه ولایت کې ۲۸۰۷ مټریک ټنه انځر تولید شوي وو خو سږ کال دغه رقم ۳۲۲۸ مټریک ټنه ته رسېدلی دی.

فاروقي وایي، د انځرو باغونه د کوکنارو ښه بدیل دی او د ودې لپاره یې دوی له کروندګرو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.

هغه زیاتوي، اروزګان کې د انځرو د پلور لپاره مناسب مارکېټ نشته او د دغه ولایت حاصلات کندهار او کابل ته وړل کېږي او له هغه ځایه بیا هند، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ته صادرېږي.

وایي، دوی هڅه کوي چې د اروزګان انځرو ته په کور دننه او بهر لا نور مارکېټ پیدا کړي.

Visits: 194

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.