په کندهار کې یوه حامله ښځه ژورې څاه ته لوېدلې ده
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د کندهار سوداګرۍ خونه او د وچې مېوې سوداګر وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او یوازې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر کشمش/ممیز بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار ښار په ۹ مه ناحیه کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دې سیمې ۳۶۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.
د کندهار د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست وايي، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه ۱۵ متره ښکته شوې چې له امله یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له ګرمېدو سره د شري ناروغي ډېره شوې چې دوی یې د کمولو هڅې کوي.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین او صنعتکاران وايي، د برېښنا ستونزې د حل په موخه دې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد درېدلې چارې بېرته پیل شي.
په کندهار ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست په ټکسي یا رېکشا کې د ښځو پر یوازې تګ بندیز لګولی دی.
کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) د کندهار د برېښنا ریاست وایي چې یو کارکوونکی یې د هلمند سنګین ولسوالۍ د برښنا غځولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. د کندهار برښنا ریاست لخوا په یوه خپره شوې خبریاڼه کې…
په کندهار کې د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره د يو شمېر شاعرانو، ليکوالو او فرهنګيانو په ګډون جوړه شوه.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غېږ نیولو درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې چې د دغه ولایت په ګډون د هلمند، زابل، اروزګان، فراه، هرات او بادغيس لسګونو پهلوانانو ګډون په کې کړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کندهار کې له پنځو کلونو راهېسې یو نادرکه شوی ماشوم یې کابل کې پیدا کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۵ غړي په چاړه وهلي او ټپيان کړي دي.
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.
د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۱۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.
په کندهار ولایت کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
نامعلومو کسانو د ارشاد فضلي په نامه یو ځوان د کندهار ښار په عینو مېنه کې د چاړه په ګوزارونو وژلی دی.
په کندهار کې امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپين بولدک او رېګستان ولسوالیو کې هغه شپږ کسان نیول شوي چې غوښتل یې سلګونه پسونه له ډیورنډ کرښې واړوي او پاکستان ته یې قاچاق کړي.
په کندهار کې د برېښنا د کمښت او ګڼو نورو ستونزو سربېره د چرګانو دانې د تولید یوه لویه فابریکه فعاله ده چې د کابل په ګډون د هېواد ۱۵ ولایتونو ته خپل تولیدات استوي.…
د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ګڼو تولیدي توکو تر منځ، شپږ تولیدي توکي په دغه ولایت کې په دومره پیمانه تولیدېږي چې له نورو هېوادونو یې واردولو ته اړتیا نشته.
ه کندهار کې د شاتو مچیو فارم لرونکي او د کرنې ریاست مامورین وایي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي او تولید یې کم شوی چې لامل یې د تېرو میاشتو جګړې، وچکالي او اقتصادي ستونزې دي.
په کندهار کې چارواکي وايي، د کوچني اختر لپاره يې په دغه ولايت کې امنيتي چمتووالی زیات کړی دی.
نامعلومو کسانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ادریس احمد په نوم یو ۱۶ کلن ځوان خپل کور ته نږدې په ډزو وژلی دی. پېښه تېره شپه له روژه ماتې وروسته د دې ولسوالۍ…
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه کې یوه شپږ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړې.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دا کچه مخ په لوړېدو ده.