ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

کندهار کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

author avatar
27 May 2022 - 12:31
کندهار کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه
author avatar
27 May 2022 - 12:31

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) په کندهار کې د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره د يو شمېر شاعرانو، ليکوالو او فرهنګيانو په ګډون جوړه شوه.

انارګل مشاعره تېره شپه د کندهار په عینو مېنه کې نهه بجې پيل او بيا يې تر ناوخته دوام درلود.

د غونډې په پيل کې د کندهار والي محمد يوسف وفا له شاعرانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د ټولنې د پرمختګ، علم، افغاني فرهنګ د ودې او د اسلامي نظام د ټينګښت پيغامونه خلکو ته ورسوي.

هغه دغه راز پر ځوانانو هم غږ وکړ چې دیني او عصري تعلیم وکړي او د ټولنیزو رسنیو او ځيرک ټيلېفونونو کارونه کمه کړي.

دغه راز د کندهار یوه شاعر مسعود فروتن وويل چې سږ کال د انارګل ګل مشاعره په ډاډمنه امنيتي فضا کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې يو څه د چاودنو ډار و، خو سږ کال وېره نشته.))

په غونډه کې يو شمېر شاعرانو حماسي او نور شعرونه وويل او په پاى کې يوه تمثيلي ټوټه هم نندارې ته وړاندې شوه.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.