ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د برښنا یو کارکوونکي له پایې غورځېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی

د کندهار د برښنا یو کارکوونکي له پایې غورځېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
27 May 2022 - 20:08
د کندهار د برښنا یو کارکوونکي له پایې غورځېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
27 May 2022 - 20:08

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) د کندهار د برېښنا ریاست وایي چې یو کارکوونکی یې د هلمند سنګین ولسوالۍ د برښنا غځولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار برښنا ریاست لخوا په یوه خپره شوې خبریاڼه کې ویل شوي، دا پېښه نن د جمعې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې : «د کندهار حوزې برېښنا ریاست فني کارمند او د لومړي جنکشن آمر حامید د سنګین ولسوالۍ ساروان کلا په سیمه کې د کجکي نوي لاین د غځولو په جریان کې په شهادت رسېدلی دی.»

د حامد د کورنۍ غړي هم وایي، هغه د کجکي او کندهار تر منځ د برېښنا د نوي لاین د ترمیم پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د حامد د کورنۍ دغه غړي چې خپل نوم نه یادوي پژواک خبري اژانس ته وویل، حامد د هلمند د سنګین ولسوالۍ د ګرم اب غره کې د برېښنا له لویي پایې څخه را لوېدلی وو چې وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ده زیاته کړه: «حامد د نورو کارکوونکو سره هلمند ته تللی وو د بريښنا له لويي خادې څخه رالوېدلی چې له بده مرغه ژوند یې له لاسه ورکړی وو، له هغه څخه اوس پنځه اولادونه پاتي دي.»

دی وایي، حامد د خپلي کورنۍ یوازنی سرپرست وو او داسي غټ اولاد نه لري چې د کورنۍ سرپرستي وکړي او کورنۍ وساتي.
د  یادونې وړ ده چې له کجکي څخه تر کندهار پورې دا مهال د برېښنا د نوي لاین د ترمیم چارې روانې دي چې له امله یې پر کندهار او هلمند برېښنا هم له تیري شاوخوا یوې اونۍ راهیسي بنده شوې ده. د دغه لاین د ترمیم پر مهال په تیرو وختونو کې هم د برېښنا کارکوونکو د جګړې، ماین چاودنو او نورو پېښو له امله ژوند له لاسه ورکړی.

Views: 196

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.