Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژانده کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
امنیتي مسوولین وايي چې په کندهار کې یو او زابل کې دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو غل ژوندی نیول شوی دی.
له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي خو مسوولین وایي، هڅه کوي څو د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه په بېساري ډول ښکته شوې، ډېری څاګانې وچې شوې او اوس له لرو ځایونو د اوبو راوړلو او یا پېرلو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ۲۴ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
په داسې حال کې چې د کندهار د کرنې ریاست سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید ډېرېدو خبره کوي خو د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي وايي چې تقلبي او بېکیفیته وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار زیانمن کړی او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
په کندهار ولایت کې امنیتي سرچينې وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وسلهوالو غلو له خوا وژل شوی دی.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي ۶۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او وسوځول شول.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ په کونچي سیمه کې د ژورو څاهګانو یو کېندونکی په خپلې کیندل شوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې د یوې خونې چت لوېدو له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP