منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

یوې باوري امنیتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د صنعتي پارک ساحه کې شوې ده.

سرچينې زیاته کړه، یاد کس د خپل کارځای دننه ځان زندۍ کړی او لامل یې روانې ستونزې په ګوته شوې دي.

د صنعتي پارک د اب‌جوشو فابریکې یو کارکوونکی الله‌نظر وایي، دغه کس عبدالله نومېده او د چوکیدار په توګه یې دنده ترسره کوله.