ژبه

مهترلام (پژواک ١٥لړم ٩٠) د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې نن سهار (دلړم ١٥مه ) د چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ټپيان شول .

د لغمان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار داوود بارکزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار اوه بجې رامنځته شوه .

ده وويل چې وسلوالو مخالفينو د يوې هټۍ تر تخت لاندې په يوه پورۍ کې د چاودېدونکيو  توکيو بوشکه ايښې وه .

وى افزود که  دراثراين انفجار دو تن که  درحال عبور ازسرک بودند جراحت برداشتند .

دنوموړي په خبره ، چې د چاودنې پرمهال د مهترلام ښار دوه اوسېدونکي ٢٥کلن نقيب الله او ٣٠کلن سرور ، چې له دې ځاى څخه تېرېدل ټپيان شول ، خو په بېړه روغتون ته لېږدول شوي       دي .

 د لغمان د عامې روغتيارياست رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي وويل چې ټپيان په وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى . 

 ددغې پېښې مسووليت تراوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى .