مهترلام (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله درې کوچيان ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر جګړن عبدالله د ليندۍ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار وخته درې بجې د مهترلام په دښته کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له بادپښ ولسوالۍ څخه کوچيانو د مهترلام ښار ته په مرکبو باندې سون توکي راوړي وو او کله چې بېرته تلل، نو په ياده سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې کوچيان ټپيان او د مهترلام ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وباله.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په مهترلام او شاوخوا سيمو کې د چاودنو پېښې زياتې شوې، چې د تېرې يوې مياشتې پر مهال په مهترلام او الينګار ولسواليو کې د دوو چاودنو له امله لس عام وګړي وژل شوي دي.
بلخوا د دغه ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دولت درې وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.
د دولت شاه ولسوال نصيراحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دغه درې کسيزه ډله د مولوي شمس الدين په مشرۍ نن له خپلو وسلو سره دوى ته تسليم شوې ده.
مولوي شمس الدين له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى له دولت سره پر خپل مخالفت سخت پښېمان دي او د ګټې پر ځاى يې تاوان ورته کړى دى.
هغه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوي او له دولت سره يوځاى کېدو ته به خپل نور ملګري هم وهڅوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن