منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۹ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار او لغمان کې ١٨سوه جريبه کوکنار واړول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار او لغمان چارواکي وايي، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې يې د کوکنارو کرل شوي ١٨سوه جريبه کښتونه اړولي او ٢٤٠ تنه يې نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ٣٠مه پژواک ته وويل، چې پوليسو له دوو اونيو راهيسې د خوګياڼو، سره رود، هسکې مينې، لعلپورې، پچيراګام، چپرهار، شېراز او سپين غر په ولسواليو کې ٥١٤ جريبه کرل شوي کوکنار اړولي او د کرلو په تور يې ٢٠٠ تنه د څارنوالۍ له لارې محبس ته استولي دي.

نوموړي زياته کړه، ولايتي اداره ژمنه ده، چې د دغه ولايت په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې د کوکنارو د کر کچه صفر ته راټيټه کړي.

عبدالزي وويل، چې د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې يو بوټى کوکنار هم نه دى کرل شوى.

د لغمان د الينګار ولسوال سيدشريف پاچا پژواک ته وويل، چې پوليسو يې د دغې ولسوالۍ د کلمان، سنګر، نورلام او پړوايي په سيمو کې له دوو اونيو راهيسې ١٢٠٥ جريبه کوکنار اړولي او د کرنې په تور يې ٤٠ تنه بنديان کړي دي.

د لغمان د اليشنګ ولسوال فريدالله نيازي پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د سالاو، ګردي، مايل درې، ماسمود او ګونه پال په سيمو کې يې ٨٠ جريبه کرل شوي کوکنار له دوو ورځو را په دېخوا اړولي، چې تر بشپړې اړونې پورې به يې کمپاين روان وي.

د يادونې ده، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او نړيوالې ادارې په ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو د روان کر د کچې له لوړوېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.