Language

د اسعداباد او مرورې ترمنځ پول ورغول شو

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د دې پول د پرانيستلو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال زورورو سېلاونو د مرورې پول په ګډون د کونړ يو شمېر نورې پروژې هم زيانمنې کړې وې.

 هغه زياته کړه، چې د دې پروژو د بيارغولو لپاره د ولايت مقام هڅې پيل او له يو شمېر نړيوالو مرستندويه ادارو سره يې اړيکې نيولې وې.

 دنوموړي په وينا،د مرورې پول،چې سل متره اوږدوالى لري،له رغولو وروسته يې اوږدوالى ١٢٠ مترو ته رسېدلى دى.

 هغه زياته کړه چې دا پول د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د ٤٢٠زره امريکايي ډالرو په لګښت بيارغول شوى دى.