کندهار ښار (پژواک ٦ کب ٩٠): په کندهار ښار کې د نيالګيو اېښودلو لړۍ نن د کب په ٦مه، پيل شوه چې په ترڅ کې به يې دوه ميليونه مېوې لرونکي او بې مېوې نيالګي کېښودل شي.
د نيالګيو اېښودل د کندهار ښار د لويې عيدګاه له سيمې پيل شول، چې په دغو مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر، د پوهنتو رياست مسوولينو، اداري رييسانو او نورو برخه اخيستې وه.
د نيالګيو د اېښودلو پر مهال د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د ښاروالۍ او کرنې رياستونو له خوا په ګډه د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې ٢ ميليونه مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي اېښودل کېږي.
هغه زياته کړه، دواړو ادارو د نيالګيو د اېښودلو او روزلو لپاره يې ګڼ شمېر کسان په دندو ګومارلي، تر څو نيالګي په سمه توګ غټ او ښار ورسره زرغون شي.
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وويل، چې ښاروالۍ په کندهار ښار کې د نيالګيو د اېښودلو او روزلو لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه دوه ميليونه نيالګي به د کندهار ښار په ښوونځيو، دفترونو، پارکونو او د سړکونو پر څنډو ولګول شي او د موظفو کسانو له خوا به يې پالنه او روزنه کېږي.
د نوموړي په وينا، د کندهار ښار په ټولو ښوونځيو او لېسو کې يې هم د ښاروالۍ کمېټې جوړې کړې، چې د اېښودل شويو نيالګيو ساتنه او پالنه به کوي.
ښاروال د کندهار له ښاريانو هم وغوښتل، چې د چاپېريال د پاک ساتلو په موخه دې په خپلو کورونو او اړوندو نورو ځايونو کې نيالګي کېږدي او د دې تر څنګ د هغوى له لوري د اېښودل شويو نيالګيو ساتنه وکړي.
په کندهار کې هر کال د پسرلي په راتلو په زرګونو نيالګي کېښودل کېږي، خو دا چې د دغو نيالګيو سمه روزنه او پالنه نه کېږي، بېرته وچېږي؛ خو سږ کال اړوند چارواکي وايي، چې د نيالګيو د پالنې او روزنې لپاره يې نوي پلانونه جوړ کړي دي.









