منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۴ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

٢٦ ميليونه نيالګي د اېښودلو لپاره چمتو دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٨کب ٩٠): دا مهال ٢٦ ميليونه بېلابېل نيالګي د اېښودلو لپاره چمتو دي ، چې ډېره برخه به يې سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کېښودل شي.

دا څرګندونې د افغانستان د کرنې وزارت د ځنګلونو د پراختيا رياست مشر محمد امان امانيار پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې په يادو نيالګيو کې مېوه لرونکي او زينتي نيالګي شامل دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دې نيالګيو څخه درې ميليونه د کرنې وزارت په قوريو کې شتون لري، چې يو نيم ميليون  به يې د دې وزارت د اړوندو ادارو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کېښودل شي.

امانيار وايي، چې له يادو يونيم ميليونه نيالګيو څخه يواځې ٣٠٠زره نيالګي به يې د غزنې ښار په ښوونځيو، سړکونو، جوماتونو، روغتونو او زيارتونو کې کېښودل شي.

د ده په وينا، ځکه يواځې د غزني ښار لپاره په ياده کچه نيالګي ځانګړي شوي، چې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو په ګډه غونډه کې غزني د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ پلازمېنه ونومول شو.

دى وايي چې پاتې نور نيالګي به د هېواد د نورو ولايتونو په عامه سيمو کې کېښودل شي.

هغه زياته کړه، چې دغه وزارت به پاتې يو نيم ميليون نيالګي نورو دولتي ادارو ته وړيا ورکړي، ترڅو په خپلو رياستونو، ښوونځيو او جوماتونو کې يې کېږدي.

سرچينې دې وزارت سره د ثبت شويو شمېرو له مخې وويل، چې دا مهال ٢٣ ميليونه مېوه لرونکي او زينتي نيالګي خصوصي سکټور او يو شمېر بزګران په واک کې لري. 

هغه وايي، د تېرو کلونو تجربو ته په پام سره، د دې نيالګيو ډېره برخه به بزګران د پيسو په بدل کې ترلاسه او په خپلو ځمکو کې به يې کېږدي.

دى وايي، دا مهال د هېواد په بازارونو کې د نيالګي ډول ته په پام سره، يو نيالګى له ٢٠ افغانيو تر ١٧٠ افغانيو بدل کې پلورل کېږي.  

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې ٢٤ ميليونه نيالګي شتون درلود، چې ٦٠ سلنه يې کېښودل شول؛ خو د کېښودل شويو نيالګيو ٢٥ سلنه د اقليمي شرايطو او وچکالۍ له امله له منځه ولاړل.

هغه وايي، چې له يادو کېښودل شويو نيالګيو څخه يو ميليون يې د کرنې وزارت له خوا اېښودل شوي وو.

دى وايي، چې د دې وزارت له خوا د نيالګيو د ساتنې لپاره يوه اندازه بودجه ځانګړې شوې او نورو دولتي ادارو هم ژمنه کړې ده، چې د نيالګيو په ساتنه کې به هڅې کوي.

هغه له بزګرانو هم وغوښتل، چې د خپلو نيالګيو د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږنيو ورښتونو ته په پام سره تمه ده چې راتلونکي کال کې به د وچکالۍ ستونزه نه وي او د نيالګيو د اېښودل لپاره به مساعد کال وي.

د مشرانو جرګې غړو هم په نننۍ عمومي غونډه کې له اړوندو حکومتي ادارو او خلکو وغوښتل، چې سږ کال ډېر نيالګي کېږدي او ساتنې ته يې ډېره پاملرنه ولري.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار يو له يادو کسانو څخه وه. هغې وويل چې د ډېرو نيالګيو په اېښودلو سره چاپېريال ښکلى کېږي او ورسره د بېلابېلو ناروغيو مخنيوى کېږي.

هنريار د نيالګيو ساتل اړين کار بولي او وايي، چې د نيالګيو د اېښودلو ترڅنګ بايد د پوهنې وزارت زده کوونکو ته د نيالګيو د اېښودلو او چاپېريال ساتنې روحيه ورکړل شي.

د دې جرګې بل غړي معاون احمد هم د ډېرو نيالګيو د اېښودلو لپاره هڅې اړينې بولي، خو زياتوي: ((يواځې د نيالګيو اېښودل لازم نه دي، ضروري خبره داده چې بايد يو څوک وي چې د دې نيالګيو ساتنه وکړي.))