ژبه

ورور او خور په يوه چاودنه کې ووژل شول

ميدان ښار (پژواک ٢٦ورى ٩١) : د ميدان وردګو ولايت په بهسود ولسوالۍ کې دوه ماشومان د ناچاودو توکيو د چاودنې له امله ووژل شول.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک ته وويل چې دغه پېښه تيره ورځ د( وري ٢٥مه ) مازيګر ناوخته رامنځته شوه .

هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ د يورد په کلي يو ١٢ هلک له خپلې ١٤کلنې خور سره هغه مهال ووژل شول ، چې ناچاودي توکي يې په لاس کې پورته کړي و.

دده په خبره ، چې دغه خور  او ورور له چاودنې وروسته ځاى پرځاى وژل شوي دي .

ورته موضوع