اسعد اباد ( پژواک ١٧ چنګاښ ٩١ ) : د کونړ والي وايي، چې نن يې په ختيځ کې د ايساف قوماندانانو ته د پاکستاني بريدونو په اړه شواهد او اسناد ورکړل.
والي سيد فضل الله وحيدي د چنګاښ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ختيځ کې يې د ايساف له قوماندانانو سره نن د ولايت په مرکز اسعد اباد کې وليدل.
هغه زياته کړه ، چې دوى ته يې د پاکستانيو ځواکونو د هغو بريدونو په اړه کره شواهد او اسناد ورکړل ، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې پر دې ولايت ترسره کول.
نوموړى وويل ، چې ايساف قوماندانانو ته يې هغه مرمۍ وښودلې، چې د پاکستانيو ځواکونو لخوا توغول شوي او پر دې مرميو (پاکستان جوړ) ليکل شوى دى.
وحيدي وايي : (( دايساف قوماندانانو هم راسره ومنله، چې دغه بريدونه د پاکستان له خاورې شوي دي.))
والي زياتوي ، چې په تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان له خاورې تر زرو زياتې مرمۍ توغول شوې دي ، چې له امله يې څلور افغانان وژل شوي او ١٦ ټپيان دي.
د هغه په وينا، دا بريدونه ، چې پر دانګام، ناړۍ او خاص کونړ ولسواليو شوي، ددې سيمو تر ٥٠٠ زياتې کورنۍ کډوالې شوې هم دي.










