جلال اباد (پژواک ١١ زمرى ٩١): د ننګرهار په بهسودو کې د کرنې وزارت له لوري د يو کال په موده کې د دغې ولسوالۍ لپاره جوړېدونکى د کرنې مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسين ساپي د زمري په ١١مه پژواک ته وويل، چې د ولسوالۍ د کرنې مديريت نوې ودانۍ په يو جريب ځمکه کې د وزارت له پرمختيايي بودجې جوړه شوې، چې ٢٢٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې د بهسودو د کرنې مرکز اته اداري خونې، يو تالار، يو د روزنې مرکز، يو ګودام او د موټر د يو پارکينګ ترڅنګ څو تشنابونه هم لري او چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې.
د کرنې رييس وويل، چې تر دې وړاندې د ولسوالۍ د کرنې مديريت د ولسوالۍ د ودانۍ په چوکاټ کې فعاليت کاوه، چې د اړتياوو لپاره يې بسنه نه کوله.
د نوموړي په وينا، د ياد مرکز په پرانيستلو به د بڼوالۍ، ترويج او مالدارۍ د څانګو کارونه پراخ او منظم شي.
انجنير حسين ساپي زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې اوس هم د چرګانو روزلو، شيدو راټولولو، اصلاح شوو تخمونو او بندونو جوړولو نږدې پنځه دېرش پروژې تر لاس لاندې لري، چې نوي سلنه چارې يې بشپړې شوې دي.
د کرنې رييس وويل، چې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به له بهسود، کامې، سره رود او يو شمېر نورو ولسواليو څخه د شېدو د پروسس پروژه پيل کړي، چې د پروسس د فابريکې لپاره يې ځمکه ځانګړې کړې او ډېر ژر به يې د ودانۍ جوړولو کار پيل شي.
سره له دې چې د کرنې رييس په راتلونکو دوو مياشتو کې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بهسودو ولسوالۍ لپاره د درې سوه بابه د شنو خونو جوړولو زيرى ورکوي، چې بزګر به په کې ژمني بوټي او سابه په دوبي او دوبني هغه به په ژمي کې تر روزنې لاندې ونيسي؛ خو د دې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس له کرنيزو خدمتونو ناراضه دى.
د پرمختيايي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي پژواک ته وويل، چې ولسوالۍ يې ګڼ مېشتې ده؛ خو لا هم د کرنې وزارت جلال اباد ښار ته د نږدې موقعيت او ډاډمن امنيت له درلودو سره سره په بزګرو د کرنيزو ناروغيو درمل، د بزګرانو د مسلکي روزنې، د پرمختللې ماشينرۍ او اوبه خور په برخو کې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
هغه زياته کړه: ((پخوا مو هم قلبه په غوايانو کوله، اوس يې هم کوو، پخوا د لوى کانال د اوبو ورخونه او سربندونه جوړ وو، اوس نړېدلي دي.))
دغه قومي مشر له ښاروالۍ او د ښار جوړونې له وزارته غوښتنه وکړه، چې اجازه دې نه ورکوي د نورو ولايتونو شتمن خلک د بهسودو ځمکې د پيسو په بدل کې د استوګنې په سيمو بدلې کړي، د ده په وينا، ښه بديل يې دښتې ابادول دي.










