کندوز (پژواک ۲۸ وږی ۹۱): په کندوز ولايت کې څه باندې ۴۲ زره کورنۍ له ۱۵۹ ټولګټو پروژو څخه په داسې حال کې برخمنه شوې، چې ځينې کورنۍ يو شمېر پروژې بې کيفيته بولي. د کندوز د کليو د پراختيا رياست چارواکې وايي، چې دغه پروژې د ۸۴ ميليون افغانيو په ارزښت له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په دشت ارچې او امام صاحب ولسواليو، د کندوز په مرکز او اړوند سيمو کې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ پلې او ګټه اخيستنې ته سپارل شوې دي. د کندوز د کليو د پراختيا رييس عبدالرب حکيمې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ۸۶ کيلومټره سړک جوړ او پرې کريړ اچول شوى، ۵۰۳ پلونه او پلچکونه،۳۳۱ د پاکو اوبو څاګانې او ١١ د غونډو ځايونه جوړ شوي دي. هغه زياته کړه، چې همداراز په دغو پروژو کې، ۲۰۷۶متره د اوبو رسولو، ۱۱کيلومتره د برېښنا رسولو ښاري شبکې او۵۰۴۹ متره استنادي دېوالونه او د ګبيونو جالې هم شامل دي. د حکيمې په وينا، دمګړۍ له يادو پروژو څخه څه د پاسه ۴۲زره کورنۍ نېغ په نېغه ګټه پورته کوي. د امام صاحب يوه اوسېدونکي حاجې مرجان د ملي پيوستون پروګرامونه د سيمې د پرمختګ لپاره ګټور بولې، خو وايي، چې په يادو پروګرامونو کې ډېری وخت مزدوران د قومي مشرانو د سليقې پر اساس په کار ګومارل کېږي. هغه وويل: ((ملې پيوستون تر ډېره بريده زموږ ستونزې هوارې کړې، خو ډېری وختونه غريب او اړمن خلک په کارنه ګومارل کېږي، ملکان خپل خپلوان ټاکي.)) بل لور ته د کندوز د لرې پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکې د ملې پيوستون د فعاليتونو پر کيفيت نيوکه کوي او زياتوي، چې د دغې ادارې له لوري ډېری پلې شوې پروژې له لږ وخت تېرېدو وروسته خپل کيفيت له لاسه ورکوي. د دشت ارچي ولسوالۍ د سري مټې يوه اوسېدونکي ۲۲ کلن اجمل وايي: ((دشت ارچي سړک يې څو ځلې جوړ کړ، خو کله چې اورښتونه پيل شول له يوې مخې له منځه ولاړ، هر وخت چې باران اوري پر سړک اوبه ډنډې ولاړې وي، بيا يې چا غمه ونه کړه او اوس هم هماغسې خراب پاتې دى.)) د کندوز د کليو د پراختيا رييس په دې اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي، چې سږ کال به په ۱۰۵ هغو پروژو هم کار ترسره کوي، چې د سيمه ييزو پرمختيايي شوراګانو له خوا طرحه شوې او په پام کې ده چې کار يې د روان لمريز کال تر پايه بشپړ شي. د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د کليواو پراختيا وزارت له لوري تر يو ميليار افغانيو زياته بودجه تر دوه زره په زياتو پرمختيايي پروژو لګول شوې، چې ترې ۲۴۰ زره کورنۍ په کليو او لرې پرتو سيمو کې ګټه پورته کوي.
د کندوز لسګونه زره کورنۍ له يو شمېر ټولګټو پروژو برخمنې شوې
پژواک خبري اژانس

دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۳:۰۰









