کندهار ( پژواک ١٦ لړم ١٩ ) : که څه هم په کندهار ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو لړۍ بشپړه شوې نه ده، خو د ځينو ستونزو له امله ګڼ شمېر ځوانان د دوى له ليکو بېرته وځي.
ارغنداب د کندهار له هغو ولسواليو څخه ده، چې په دې وروستيو کې پکې ٨٠ سيمه ييزو پوليسو خپلې دندې پرې ايښې دي.
چارواکي د سيمه ييزو پوليسو له ليکو د دومره زيات شمېر ځوانانو د بيرته وتلو لاملونه، د اکمالاتو او تجهيزاتو کموالى او ټيټ معاش په ګوته کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان لومړي څارن فضل احمد پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د دغې ولسوالۍ لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ٤٠٠ تنه دى، خو په دې وروستيو کې ٨٠ تنو خپلې دندې پرې ايښې دي.
دومره لوى شمېر کسان په داسې حال کې خپلې دندې پرېږدي، چې په دغې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د روزنې او جوړونې لړۍ روانه ده او تر دې مهاله په بېلابېلو کليو کې ٣٢٠ تنه په دندو ګومارل شوي دي.
د فضل احمد په وينا، د هغو څېړنو پر بنسټ ،چې د هغوى لخوا تر سره شوي، ګڼ شمېر ځوانان د کافي اکمالاتو او اعاشې د نه درلودلو او ټيټ معاش له امله د سيمه ييزو پوليسو له ليکو وتلي دي.
دى وايي، سيمه ييزو پوليسو ته تر روزنې وروسته يواځې سپکې وسلې ورکول کېږي، چې دا د هغوى لپاره په هيڅ توګه بسنه نه کوي.
دغه قوماندان وويل: (( سيمه ييز پوليس په کليو کې له وسلوالو مخالفينو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، هغوى درنو وسلو او تجهيزاتو ته سخته اړتيا لري.))
هغه دغه راز وويل، چې يوه لويه ستونزه د اعاشې د نشتوالي هم ده،د اعاشې د نشتوالي له امله هغوى اړ دي، چې د خوړو لپاره د يوه او بل کورونو ته لاړ شي، خو په ټوليزه توګه خلک ډېر غريب دي او د دومره لوى شمېر کسانو د خوراک برابرولو توان نشته ورسره او همدارنګه سيمه ييز پوليس د تلاشۍ پوستې هم نه لري، .
لومړى څارن فضل احمد وايي ، چې که څه هم په ارغنداب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ډېره ښه پايله ورکړې ده، خو بيا يې هم شمېر د دغې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي.
هغه زياتوي، اوسمهال د دغې ولسوالۍ په هغو کليو کې سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي، چې د مخالفينو تر ګواښ لاندې وې.
د نوموړي په وينا، ارغنداب ولسوالۍ ٧٢ کلي لري، که په هر کلي کې ١٠ سيمه ييز پوليس په دندو وګومارل شي، نو ټولټال ٧٢٠ تنو ته اړتيا ليدل کېږي.
د دغې ولسوالۍ عام اوسېدونکي هم له سيمه ييزو پوليسو څخه خوښ ښکاري او وايي، چې دغو ځواکونو په خپلو کليو کې ورته د ډاډمن تګ راتګ او په خپلو باغونو کې د کار زمينه برابره کړې ده.
د ارغنداب ولسوالۍ د خلېشک کلي يوه اوسېدونکي نظر محمد کاکا پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا يې د طالبانو له وېرې په خپلو باغونو کې کار نه شواى کولى، آن له خپلو کورونو هم نه شواى را وتلى.
دى وايي، په کلي کې يې د سيمه ييزو پوليسو له جوړښت سره دغه ستونزه پاى ته رسېدلې او د تېر په پرتله د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د ارام ساه اخيستې او په ډاډه زړه د خپلو باغونو کارونه تر سره کوي.
د تابين سيمې يو باغ لرونکى عبدالخالق بيا وايي، چې سږ کال د دغې ولسوالۍ باغ لرونکو د همدغو سيمه ييزو پوليسو په سر د تېر په پرتله ښه حاصلات واخيستل او خپلې مېوې يې پر وخت تر مارکېټونو ورسولې.
دى وايي، دلته په تېرو کلونو کې آن بهرني ځواکونه هم و نه توانېدل، چې امنيت ډاډمن کړي، سيمه ييزو پوليسو ښه پايله ورکړې، خو حکومت دې بيا د اعاشې او معاشونو د لوړولو غم وخوري.
د کندهار امنيتي چارواکيو او د دغه ولايت والي هم په وار وار په خپلو څرګندونو کې د دغه ځواک د اکمال او تجهيز غوښتنه کړې ده.
هغوى وايي، سيمه ييز پوليس په کليو کې له وسلوالو مخالفينو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، په کار ده، هغوى په درنو وسلو سمبال شي، ټاکلې د تلاشۍ پوستې او اعاشه ولري.
سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوي ، خو لګښتونه يې دامريکايي ځواکونو لخوا ورکول کېږي.
دغه ځواک تر اوسه دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ګومارل شوي ، خو په ځينو شمالي ولايتونو کې ځايي اوسېدونکي له دې پوليسو څخه شکايتونه لري.