لښکرګاه (پژواک ١٩ لېندۍ٩١): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې د کرنې په بېلابېلو برخو ٨٣ زره کروندګرو ته مسلکي روزنه ورکړې ده.
دغه خبرې د دغه ولايت د کرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي د لېندۍ په ١٩مه په لښکرګاه کې د يوه کرنيز ورکشاپ پر مهال له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، د کروندګرو او کوپراتيفونو مسوولينو ته دغه لړۍ لا دوام لري او غواړي په دې برخه کې ټولو کروندګرو ته د بڼوالۍ، د تخمونو په کرلو او دې ته په ورته نورو برخو کې بشپړ معلومات ورکړي.
نوموړي دغه راز وويل، چې په دغه ولايت کې ٢٠٧ کوپراتيفونه هم جوړ شوي، ١٩٣ يې وسايل لري او په اړوند برخه کې يې په بېلابېلو وختونو کې پروګرامونه نيولي، ترڅو ورکړل شوي وسايل په سمه توګه وکاروي.
احمدزي که څه هم ومنله، ټولو هغو کروندګرو او د کوپراتيفونو مسوولينو ته چې ياده روزنه ورکړل شوې، په بشپړه توګه اغېزمنه نه ده تمامه شوې، خو په ټوليزه توګه بزګرو له ترلاسه شوو تجربو ګټه پورته کړې ده.
د کرنې رييس زياته کړه، چې دوى يادو کروندګرو ته د مېوو، بڼونو او بېلابېلو تخمونو په برخو کې په مسلکي توګه لارې چارې ښودل شوې او په دې سره د بزګرو په اقتصاد کې ښه والى راغلى دى.
د کرنې رييس وايي، چې په هلمند کې ټول پنځه اتيا سلنه خلک په کرنه بوخت دي، خو دوى غواړي ټولو ته له يوې نه يوې لارې مسلکي روزنه ورکړي چې له شته امکاناتو، لکه پراخه ځمکې، اوبه او هوا څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
نوموړي دغه راز وويل، چې په تېر کال کې يې ١٨ سوه مېوه لرونکې نيالګي بڼوالو ته وېشلي، چې اوس يې په بېلابېلو ولسواليو کروندګر پر پالنه بوخت دي.
د ده په خبره، دغه راز يې ټولو قوريه لرونکو ته خبر ورکړى، چې د رياست له تصديق څخه پرته نه شي کولى نيالګي وپلوري، ځکه د ګټې پر ځاى يې بڼوالو ته زيان رسيږي.
انجنير عبدالله احمدزي وويل، په همدې موخه، چې بڼوالو ته سم نيالګي ورکړي، د قوريه لرونکو يوه اتحاديه يې جوړه کړه، له همدې لارې به موسساتو ته نيالګي ورکول کېږي.
د کرنې رييس وويل، دغه ورکشاپ يې د دې لپاره جوړ کړى، چې کروندګر، بڼوالان او د کوپراتيفونو مسوولين په کې ګډون وکړي.
د هغه په وينا، دغه ډول ورکشاپونه دومداره دي او لګښت يې د اروپايي ټولنې له خوا ورکول کېږي.
احمدزي وويل، د دوى د رياست ټول فعاليتونه د دې لپاره دي، چې له يوې خوا د خلکو اقتصاد په پښو ودريږي او له بلې خوا د کوکنارو مخه ونيول شي او زياته يې کړه، چې تر دې دمه يې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې کړي کارونه اغېزمن تمام شوي دي.
د همدغه ورکشاپ يوه ښوونکي سليمان احمدزي پژواک اژانس ته وويل، په دغه ورکشاپ کې تر ډېره د نوو تخمونو په اړه، چې تازه په دغه ولايت کې تجربه کېږي، معلومات ورکوي او همدارنګه بڼوالو ته د اصلاح شوو نيالګو په اړه روزنه هم ورکوي.
د ده په خبره، ياد پروګرام اوس مهال په لښکرګاه کې دى خو هڅه به وکړي چې ياده لړۍ ولسواليو ته هم وغځوي او له کروندګرو سره په دې اړه اړين معلومات شريک کړي.
خو د ګرمسېر ولسوالۍ يوه بڼوال حاجي محبوب پژواک اژانس ته وويل، تېر کال يې ولسوالۍ ته ورکړل شوي نيالګي تصديق شوي نه وو، له همدې امله سم نه دي لګېدلي.
نوموړي د کرني د رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د بڼوالۍ ترڅنګ دې په مرکز او ولسواليو کې د دوى ترلاسه شوو محصولاتو ته سړي خونې جوړې او مارکېټونه پيدا کړي.