ترينکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۱): د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دغه ښار کې نويو جوړېدونکو سوداګريزو مارکېټونو ورته ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.
د ترينکوټ ښاريان وايي، له يوې خوا دغه مارکېټونه غير معيار دي او بلخوا يې د دوى ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
اروزګان د هېواد يو له وروسته پاتې ولايتونو شمېرل کېږي، ان دا چې په دغه ښار کې د اوسېدو لپاره يو هوټل هم نشته او هټۍ يې هم تر اوسه په پخوانۍ بڼه خامې دي، خو په دې وروستيو کې ځينو پانګه والو د مارکېټونو په جوړېدو لاس پورې کړى دى.
د ښار جوړونې او ښاروالۍ د قانون له مخې، هېڅوک نه شي کولاى چې په کوڅو او يا هم واټونو کې د استوګنې لپاره ځمکې او يا کورونه پر تجارتي ودانيو واړوي.
خو د ترينکوټ ښار اوسېدونکي بيا وايي، چې په دغه ښار کې قانون تر پښو لاندې شوى او هرڅه سرچپه روان دي.
يو شمېر مارکېټونه د ترينکوټ ښار د درېيمې ناحيې اړوند په فرعي لارو او کوڅو کې جوړ شوي او يا هم د جوړېدو په حال کې دي.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو مارکېټونو له امله حتى د ځينو کورنيو اوسېدونکو په ټوله ورځ کې د لمر څرک هم نه دى ليدلى.
د نوموړي په وينا، دغه مارکېټونو د کورونو ترڅنګ ډېر لوړ جوړ شوي، چې له يوې خوا يې د دغو کورونو د لمر مخه نيولې او بلخوا ښځينه هم د خپلو کورونو انګړ ته نه شي راوتلاى.
دى وايي، څو ځلې يې له دولتي چارواکو سره خپلې ستونزې شريکې کړې، خو هېچا يې په خبره سر نه دى ګرځولى.
حاجي قيوم وويل، چې دغه مارکېټونه هېڅ ډول قانوني جواز نه لري، خو بيا هم ورځ تر بلې لوړيږي او د ښاروالۍ مسوولين لاس تر زنې ورته ناست دي.
همدارنګه د حاجي کريم په نوم د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د ژمي په دې يخ موسم کې يې د دغو مارکېټونو له امله له کورونو څخه زندان جوړ شوى، ټوله ورځ يې د کورنۍ ښځينه په کوټو کې ناستې وي او نه شي راوتلى.
دوى له دولت څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د دغه کار مخه دې ونيسي.
د ترينکوټ ښاروال نعمت الله اکبري هم د خلکو ستونزې پر ځاى بولي او وايي، چې دلته ډېر مارکېټونه په کوڅو او فرعي لارو کې په غير قانوني ډول جوړ شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، ډېرى مارکېټونه پخوا جوړ شوي او د ده په وخت کې يواځې د ملک رزاق په نوم د يوه د مارکېټ د جوړېدو چارې پيل شوې، خو هغه هم پر ښاروالۍ له والي څخه احکام راوړي وو او تر اوسه يې قانوني مراحل نه دي بشپړ کړي.
د نوموړي په وينا، د ښاروالۍ د قانون له مخې، هېڅوک نه شي کولاى چې په کوڅو کې مارکېټ جوړ کړي خو ښاروال زياتوي چې لا هم د ځينو زورواکانو له لوري دغه غير قانوني کار ترسره کېږي او دوى يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
دغه راز د دغه ولايت د ښار جوړونې د رياست مسوولين هم دغه جوړېدونکي مارکېټونه ناقانونه او غير معياري بولي.
د دغه رياست رييس سردارمحمد سيال پژواک اژانس ته وويل، چې د ښارجوړونې رياست په خپل پلان کې د مارکېټونو لپاره ځانګړې ساحې لري چې بايد هلته جوړ شي خو دى وايي، چې د دغو ساحو پر ځاى خلکو په کوڅو کې مارکېټونه جوړ کړي دي.
د سيال په خبره، د دې غير قانوني مارکېټونو د جوړونې د مخنيوي لپاره يې هڅې کړې، دا ستونزه يې تر ښاروالۍ، د ولايت تر مقام او سيمه ييزو ارګانونو پورې رسولې، خو په اړه يې هېڅ اقدام نه دى شوى.
په ترينکوټ ښار کې د يوه مارکېټ خاوند ملک رزاق پژواک اژانس ته وويل، چې مارکېټ يې نور په معيارونو برابر دى، خو يواځې د موټرو لپاره پارکېنګ نه لري.
هغه زياته کړه، چې له ولايت مقام او ښاروالۍ څخه يې د دغه مارکېټ په اړه احکام ترلاسه کړي او ډېر ژر به يې په کابل کې نور مراحل طى کړي.
د نوموړي په وينا، تر خپله وسه يې هڅه کړې چې دغه مارکېټ قانوني او معياري جوړ کړي خو نوموړي ادعا وکړه، چې په ښار کې نور ګڼ شمېر مارکېټونه غير قانوني جوړ شوي دي.
په ترينکوټ ښار کې د يوه بل مارکېټ مالک رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د مارکېټ له جوړېدو څخه يې شاوخوا دوه کاله کېږي خو دى وايي، چې لا يې هم د قانوني کېدو په موخه څه نه دي کړي.
نوموړي پژواک ته وويل، تر دې مهاله په دې اړه د کومې ادارې له خوا ورته څه نه دي ويل شوي؛ نو ځکه ده هم څه نه دي کړي.
د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده په ترينکوت ښار کې د غيرقانوني او غير معياري مارکېټونو په اړه پژواک اژانس ته وويل، چې ملک رزاق ته يې د مارکېټ لپاره امر په دې موخه ورکړى، څو په اړه يې قانوني اجراات وکړي.
نوموړي هم زياته کړه، چې د ښارجوړونې د قوانينو له مخې په فرعي لارو او کوڅو کې مارکېټونه او دوکانونه هم جواز نه لري او بايد په املاک شوې سيمه کې جوړ شي.
د ده په خبر، په ترينکوټ کې ځيني مارکېټونه د ده له ورتګ مخکې جوړ شوي وو او وايي چې د ده په دوره کې يواځې يوه کس يې د مارکېټ جوړولو امر ورکړى دى.
دى وايي، چې د دې ستونزې به ډېر ژر پلټنه وکړي او له اړوندو ادارو سره به يې شريکه کړي.










