پل علم (پژواک ٧ کب ٩١): د لوګر ښاروالۍ يو شمېر مامورين شکايت کوي، چې ښاروال يې د دې ادارې له حسابه غير قانوني او په خپلسر پيسې وباسي او بيا پر دوى په زور اسناد منظوروي، خو ښاروال دا ادعاوې ردوي.
د ښاروالۍ مامورين له همدې امله د لوګر يو شمېر ادارو ته عارض شوي او پژواک اژانس هم د دغو عريضو او شکايتونو کاپي ترلاسه کړې دي.
دغه عريضې د لوګر ښاروالۍ د اداري، ترانسپورټ، د مارکېټونو د تنظيم، د کنټرول او د املاکو مديران او د عوايدو، خدمتونو او نورو ادارو غړو له خوا شوي دي.
په لومړۍ عريضه کې راغلي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې ښاروال د ميليونونو افغانيو د ساختماني او خريدارۍ په نوم د ښاروالۍ له بانکي حسابه پيسې ايستلي او اوس هڅه کوي، چې پر دوى په زور اسناد منظور کړي او قانوني بڼه ورکړي.
عريضه کوونکي وايي، له تېرو ١١ مياشتو راهيسې پر دوى ټاکل شوى ښاروال احمد خان الفت کله هم له دوى څخه د کار غوښتنه نه ده کړې او يواځې ورته وايي، په بلند منزلو، رهايشي سيمو او نورو داسې پروژو کار وکړي، چې ده ته شخصي ګټه ورسيږي.
په يوه بله عريضه کې چې د همدغو مامورينو له خوا په تعقيبي ډول شوې ده او کاپي يې پژواک اژانس ته رسيدلې؛ راغلي دي، چې ښاروال شپږ نيم ميليونه افغانۍ د پنځو پراختيايي پروژو په نوم په عزيزي بانک کې د ښاروالۍ له حسابه راايستلې دي.
د سرچينې له مخې، دغه پروژې لا هم نشته او د محاسبې د مدير له لاسليک پرته دغه پيسې راايستل شوې دي.
په عريضه کې راغلي، چې ښاروال اوس هڅه کوي، چې راايستل شوو پيسو ته قانوني بڼه ورکړي او پر اړونده مامورينو اسناد او مدارک جوړوي او هغه مامورين چې د ده پر وړاندې خنډ جوړوي، غواړي ولسواليو ته يې خدمتي وليږي.
په عريضه کې د بېلګې په ډول راغلي، چې د لوګر ښاروال غواړي، د محمداغې ولسوالۍ ښاروال سيف الله خان مجاهد په غيرقانوني ډول او د زور له لارې د خوشي ولسوالۍ ته بدل کړي.
د سرچينې په وينا، خوشي ولسوالۍ د ښاروالۍ په برخه کې هېڅ تشکيل نه لري او مجاهد له ښاروال سره جوړ نه دى او محمداغه ولسوالۍ د ښاروال لپاره د ډېر عايداتو سرچينه ده.
د محمد اغې ولسوالۍ ښاروال سيف الله مجاهد هم پژواک اژانس ته د لوګر په ښاروال تور پورې کړ، چې څو ځلې يې د ده په غيرقانوني ډول د بدلولو هڅه کړې ده، خو ولايت ته يې خبر ورکړى او په خپل ځاى تراوسه پاتې دى.
د هغه په وينا، ښاروال يې په کارونو کې ډېرې لاسوهنې کوي او هغه پروژې چې په ده پورې اړونده دي، ښاروال يې په خپلسر د خپلو شخصي ګټو لپاره د خپلې خوښې شرکتونو ته په قرارداد ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې ښاروال له ده څخه څو ځلې د پيسو او نومرو غوښتنه کړې ده او په دې اړه دى کره اسناد او ثبوتونه په لاس لري.
د لوګرښاروالۍ دانجنيرۍ د څانګې مسوول انجنير مير احمد روښان پژواک اژانس ته وويل چې څه موده مخکې په پل علم کې د وسلوالو مخالفينو په يوه چاودنه کې يوه پول زيانمن شو.
هغه زياته کړه چې ښاروال ددې پول دترميم لپاره څلور سوه زره افغانۍ د ښاروالۍ له حسابه وويستې، خو پر پول يواځې ٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي.
د روښان په وينا، اوس ښاروال پرې فشار راوړي چې د اويا زرو پر ځاى د څلورسوه زره افغانيو بل ورته جوړ کړي.
د انجنرۍ د څانګې مسوول ديوې بلې بېلګې په توګه وويل چې د ښاروالۍ د نوې ودانۍ د احاطې لپاره ښاروال له حسابه اته ميليونه افغانۍ ويستې وې، خو پر هغې څلور ميليونه لګښت راغى او اوس داتو ميليونو افغانيو بل غواړي.
د يو بل مکتوب له مخې، چې کاپي يې پژواک ته رسيدلې او د لوګر ولايت مقام له خوا ښاروالۍ ته لېږل شوى، راغلي دي، چې په پل علم ښار کې د يو مارکېټ د دواطلبۍ په جريان کې ښاروال درغلي کړې ده.
په مکتوب کې راغلي، دغه مارکېټ چې د سيمسارۍ په نوم ياديږي د دواطلبۍ لپاره يې ټاکل شوي پلاوي، چې د ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ او څارنوالۍ استازي په کې وو، ټولو اقرار کړى، چې دغه داوطلبي د تدراکاتي قوانينو خلاف شوې ده او ښاروال په کې شخصي ګټې پاللې دي.
د پل علم ښار اوسېدونکي هم د لوګر له ښاروال څخه شکايت کوي او وايي، چې په بېلابېلو بهانو ترې غير قانوني پيسې اخلي.
د پل علم ښار يو هټيوال عبدالرووف پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال يې د جواز د نوي کولو پر مهال ډېر ځورولى او څو ځلې يې رشوت ورکړى دى.
د هغه په وينا، ښار ډيران ته ورته شوى او په تېر کال کې يې يو ځل هم د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکي نه دي ليدلي، چې ښار پاک کړي.
د شامحمود په نوم د پل علم يو اوسيدونکي وويل، چې ښار يې ډېر غير منظم دى او هر ځاى لاس پلورونکو لاسي ګاډۍ درولې وي او هره ورځ له هر لاس پلورونکي څخه له ١٠٠ تر ١٥٠ افغانۍ غيرقانوني پيسې اخيستل کيږي.
د لوګر ښاروال احمد خان الفت پژواک اژانس ته دغه تورونه ټول رد کړل او زياته يې کړه، چې دى په خپلو چارو کې موفق دى او ټول کارونه يې په ښه ډول روان دي.
د هغه په وينا، په ده باندې تراوسه چا دعوه نه ده کړې او نه هم د ده مامورين څارنوالۍ او يا نور ادارو ته عارض شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د محمداغې ولسوالۍ ښاروال په خپلو کارونو کې ډېر موفق دى او له همدې امله يې د خوښۍ ولسوالۍ ته بدلولو، چې د هغې ولسوالۍ کارونه هم ښه کړي.
د لوګر د ولايت مقام ددفتر رييس نعمت الله نايب خېل ومنله، چې دوى او قضاياى دولت ادارو ته د ښاروالۍ د فساد په اړه شکايتونه رسيدلي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ډېرو مواردو کې د امنيت ملي، امنيه قومانانۍ ، څارنوالۍ او ولايت مقام لخوا په ګډو څېړنو کې معلومه شوې ده، چې د ښاروالۍ په قراردادونو او پروژو کې درغلۍ شوې دي.










