ژبه

کندهار کې ښځو ته د کار کولو شرايط نه دي برابر

کندهار (پژواک ١٧ کب ٩١): د کندهار ولايت په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه ډېره کمه ده، چې لامل يې امنيتي ستونزې او دوديز مسايل ګڼل کېږي.

په کندهار کې د دولتي ادارو د رسمي ارقامو له مخې، دا مهال د دغه ولايت په ټولو دولتي ادارو کې ۲۳۰ مېرمنې په ملکي او ۲۶ يې په نظامي برخه کې کار کوي، حال دا چې د نارينه وو ملکي مامورينو شمېره ۹۲۳۴ تنو ته رسېږي.

ګڼ شمېر کندهارۍ لوستې مېرمنې وايي، په دغه ولايت کې لا هم هغسې شرايط برابر نه دي، چې هغوى په ډاډه زړه دولتي دندې ترسره کړي او د نارينه وو په څېر حقوق ولري.

د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکې ريما، چې له هېواده بهر يې د نړيوالو اړيکو په برخه کې لوړې زده کړې کړې، پژواک اژانس ته وويل، دا سمه ده، چې په کندهار کې په سلګونو لوستې مېرمنې شته، خو ډاډمن کاري شرايط ورته نه دي برابر شوي.

هغې زياته کړه، په دې برخه کې لومړنۍ اړتيا ډاډمن امنيت دى، دغه راز دوديز مسايل هم نه يوازې د مېرمنو د کار بلکې د هغوى د زده کړو پر وړاندې لوى خنډ دي.

دا وايي: ((ما د مهاجرت پر مهال د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې زده کړې کړې دي، سره له دې چې زموږ کورنۍ نسبتاً د ښځو د تعليم په برخه کې روڼ فکر لري، خو څو کلونه کېږي، چې کندهار ته راغلي يو، خو بيا هم نه شم کولاى په دولتي ادارو کې دنده ترسره کړم.))

ريما زياتوي، د کندهار شرايط بېخي بېل دي، دلته ان لوستي خلک هم د مېرمنو زده کړو او کار ته په ښه سترګه نه ګوري.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې يوه بله اوسېدونکې رڼا سباوون، چې تېر کال له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې وايي، کورنۍ يې له معلمۍ پرته اجازه نه ورکوي، چې په نورو دولتي ادارو کې کار وکړي.

دا وايي، له پوهنې او روغتيايي ادارو پرته په نورو ادارو کې لا هم هغه معيارونه نه دي پلي شوي، چې مېرمنې په بېغمه زړه په کې کار وکړي.

هغې زياته کړه: ((کندهار په تېرو کلونو کې ډېرې بدې ورځې تېرې کړې، دغو حالاتو خلک دومره وېرولي، چې ان ګڼو ښار مېشتو کورنيو لا خپلې نجونې له زده کړو را وګرځولې، نو د کار اجازه خو بېخي نه ورکوي.))

نوموړې د امنيتي ستونزو او دوديزو مسايلو تر څنګ په دولتي ادراو کې ټيټ معاش هم د يوه لامل په توګه ياد کړ، چې مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکوي.

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دولتي ادارو کې کاري فرصتونه ډېر دي، خو له يوې خوا چاپېريالي او ټولنيز شرايط سخت دي او له بلې خوا د معاش په برخه کې د ګڼ شمېر لوستو مېرمنو غوښتنې دومره لوړې دي، چې ادارې يې د جذبولو وړتيا نه لري.

د کندهار د ښځو چارو رييسه مېرمن رقيه اڅکزۍ وايي، تېر کال د کندهار له ښوونځيو څخه نژدې ٢٠٠ نجونې فارغې شوې دي.

دغه راز په تېرو څو کلونو کې د کندهار پوهنتون له بېلابېلو څانګو ٢٥٠ نجونې فارغې شوې، چې د دې ټولو ان درېيمه برخه لا هم کار او رسمي دندې نه لري.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې هره مياشت ورته د ٤٥ تنو په شاوخوا کې لوستې مېرمنې او د ٩٠ تنو په شاوخوا کې نالوستې مېرمنې د کار موندنې لپاره مراجعه کوي.

نوموړې، د مېرمنو هغه څرګندونې چې لا هم په دولتي ادراو کې ورته د کار معياري شرايط نه دي برابر شوي، نه مني، بلکې وايي چې د کندهار په دولتي ادارو کې د لوستو مېرمنو لپاره د کار زمينه برابره ده، خو هغوی لوړ معاشونه غواړي.

د هغې په وينا، د لوستو مېرمنو په پرتله نالوستو مېرمنو ته د کار هېڅ زمينه نه ده برابره، هغې له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه، چې نالوستې مېرمنې په دولتي ادارو کې د اجيرانو په توګه پر دندو وګوماري.

په کندهار کې د نالوستو ښځو ډېره برخه کونډې او بې سرپرستې مېندې جوړوي، چې له اقتصادي ستونزو او مجبوريتونو سره مخې دي.

دوی له دولتي ادارو غواړي، چې ښځې هم جذب کړي او دندې ورته ورکړي.

د ښځو چارو رييسې ومنله، چې دا مهال يوازې په امنيه قوماندانۍ کې ښځينه مامورينې شته، خو په بله هېڅ اداره کې د ښځو او نارينه مامورينو انډول په پام کې نه دى نيول شوی.

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست هم وايي، چې د کندهار په دولتي او نادولتي ادارو کې د نارينه وو په پرتله د ښځو ونډه کمه ده.

د دغه رياست مشر نظر علي قاطع وايي، چې اوسمهال په دولتي ادارو کې ١٥٤ د دولسم ټولګي فارغينې، ١٤ تنې د نيمه لوړو زده کړو فارغينې او ٦٢ نالوستې مېرمنې دندې لري، خو د نارينه کار کوونکو شمېره ۹۲۳۴ تنو ته رسېږي.

خو هغه په نادولتي ادارو کې د کارکوونکو مېرمنو د شمېر په اړه معلومات نه درلودل.

نوموړى زياتوي، د کندهار په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو کې لوستو ښځو ته کار شته او د نارينه وو په شان په هر پوسټ او رتبه کې د ازادې سيالۍ له لارې رقابت کولاى شي.

خو په تېرو کلونو کې د نارينه وو تر څنګ يو شمېر هغه مېرمنې هم د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوې، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې يې دندې ترسره کولې.

ورته موضوع