لښکرګاه ( پژواک ٢٢ کب ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزى له يو شمېر وزيرانو او وکيلانو سره نن لښکرګاه ښار ته ورسېد.
ولسمشر حامد کرزى نن د کب په ٢٢مه، تر غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو لښکرګاه ته ورسېد.
هغه سره په دې پلاوي کې د کابينې يو شمېر وزيران، په ملي شورا کې د هلمند استازي او ځينې نور چارواکي شامل دي.
د هلمند يوې دولتي سرچينې پژواک ته وويل، چې ولسمشر حامد کرزى به ددې ولايت له ځايي چاروکو ، ښځو، ځوانانو او د ولايتي شوراګانو له غړيو سره تر ليدنو وروسته دقومي مشرانو په يوه لويه غونډه کې هم ګډون وکړي.