ترينکوټ (پژواک ٢٣ کب ۹۱): د اروزګان د چارچينو ولسوالۍ ځايي دولتي چارواکي د قضايي ارګانونو د نه شتون له امله د خلکو قضايي دوسيې طالبانو ته لېږي.
د چارچينو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ دولتي قضايي ارګان نشته او له همدې امله د دوى دوسيې طالبانو ته راجع کېږي.
د چارچينو يوه اوسېدونکي حاجي ملا ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې طالبان د دوى د قضايي دوسيو پرېکړې کوي.
هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د قضايي ارګانونو نشتوالي له امله نه يواځې دوى ،بلکې دولتي دوسيې هم د حل لپاره طالبانو ته لېږل کېږي.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي ښايسته ګل وويل، چې خلک د ولسوالۍ له چارواکو سره په تفاهم خپلې دوسيې طالبانو ته وړي او هغوى يې بيا څېړي او پرېکړې کوي.
د نوموړي په وينا، خلک د طالبانو له پرېکړو خوښ دي.
د اروزګان په ولايتي شورا کې د چارچينو ولسوالۍ د خلکو استازى حاجي نعيم خان هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ دولتي قضايي ارګان فعاليت نه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د همدې ستونزې له امله خلک د طالبانو قضا ته مراجعه کوي.
د نوموړي په وينا، يو شمېر دوسيې د ولسوال له خوا د ولايت مرکز ته هم استول کېږي، خو په مرکز کې د پراخ فساد او رشوت له امله خلک دې ته ترجيح ورکوي، چې خپلې دوسيې طالبانو ته يوسي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي بيا وايي، چې دا ستونزه يواځې په چارچينو ولسوالۍ کې نه ، بلکې د دغه ولايت په ګيزاب او خاص اروزګان ولسواليو کې هم شته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو ولسواليو خلکو ورته د دولتي قضايي ارګانونو د نشتوالي په اړه شکايتونه کړي دي.
د نوموړي په وينا، خلکو ورته ويلي، چې له همدې امله خپلې دوسيې طالبانو ته وړي، خو زياتوي چې تر اوسه له داسې دوسيې نه دى خبر، چې طالبانو يې پرېکړه کړې وي.
هوتکي وايي، چې په ولسواليو کې د قضايي ادارې نه شتون خلکو ته ستونزې راولاړې کړې او په دې اړه يې څو ځلې له دولتي چارواکو سره خبره شريکه کړې ده.
په اروزګان کې د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون ولايتي مسوول ډاکتر عبدالغفار ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې د اروزګان د ډېرو ولسواليو اوسېدونکي له عدلي او قضايي ستونزو سره مخ دي.
نوموړى وايي، چې دا ستونزه يواځې په درېيو ولسواليو کې نه، بلکې په ټولو ولسواليو کې شته.
ستانکزي وويل، چې يواځې په دهراوود ولسوالۍ کې قاضي او څارنوال شته، خو هلته هم ډېرې پرېکړې د جرګو او قومي سپين ږيرو له خوا کېږي.
د هغه په وينا، په کومو ولسواليو کې چې عدلي او قضايي ارګانونه نشته، د خلکو دوسيې د سيمې د سپين ږيرو او يا هم طالبانو له خوا فيصله کېږي.
د اروزګان د محاکمو رييس مولوي محمدجان هم په ولسواليو کې ياده ستونزه مني، خو زياتوي، چې قاضي په يواځې ځان څه نه شي کولى، څو د حقوقو او څارنوالۍ ادارې فعالې نه وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسواليو کې نه حقوق شته او نه هم څارنوالان، نو يواځې قاضي په څه ډول هلته کار وکړي.
د محاکمو رييس وايي، چې څو ورځې مخکې يې چارچينو ولسوالۍ ته يو قاضي لېږلى و، هغه په يواځې توګه کار نه شو کولى او بېرته ستون شو.
د نوموړي په وينا، د اروزګان له والي سره يې دا موضوع شريکه کړې او ورڅخه يې غوښتي، چې د ولسواليو لپاره څارنوالان معرفي کړي.
د چارچينو ولسوال حاجي غلام سيدرسول طالبانو ته د خلکو د دوسيو خبرې ردوي او زياتوي، چې د خلکو حقوقي دوسيې د قومي سپين ږيرو او جرګو له لارې فيصله کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، هغه دوسيې چې په قضا پورې اړوند وي او د قومي مشرانو په جرګه نه حل کېږي هغه بيا د دې ولسوالۍ په ځينو ديني علماوو فيصله کوي.
نوموړی وايي، چې که څه هم دغه ديني عالمان په دولت پورې اړوند نه دي، خو بيا هم د خلکو ستونزې هواروي.
ولسوال مني، چې پخوا خلکو خپلې دوسيې طالبانو ته راجه کولې، خو له ډېرې مودې راهيسې دغه کار درېدلى دى. خو دا يې هم وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې اوس هم دغه کار کېږي.










