کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٢): په ميدان وردګو ولايت کې د سل زرو بېلابېلو نيالګيو د ايښودلو لړۍ نن (پنجشنبه) پيل شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لړۍ د بزګر د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې پيل شوه.
د ده په خبره، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي په دې مراسمو کې وويل، چې سږکال به په دغه ولايت کې په ټوليز ډول له سل زرو څخه زيات نيالګي کېښودل شي.
ده زياته کړه ، چې د دغو نيالګيو د څارنې او روزنې په موخه یې د ښاروالۍ، کرنې او چاپېریال ساتنې ادارو یو ګډ کمېسيون جوړ کړی، ترڅو د ايښودل شویو نیالګیو څارنه او روزنه وکړي.
د والي د وياند د معلوماتو په اساس، څلویښت زره د چنار ونې به د کرنې ریاست له لوري د دې ولايت په بېلابېلو سیمو کې کېښودل شی؛ همداراز به د دغه ریاست له لوري اووه څلویښت زره او څلوېښت مېوه لرونکې ونې هم کېښودل شي.
د ده په وینا، دوه زره مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې چې د مدیرا موسسې له لورې مرسته شوې، په بهسودو ولسوالیو کې به کېښودل شي.
همداراز د خصوصي سکتور له لوري په دغه ولايت کې پنځه څلوېښت زره مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې ايښودل کېږي.
د ميدان وردګو ښاروال انجنير محمود پژواک ته وويل، د بېلابېلو مدني ټولنو او مرسته کوونکو ادارو له لوري له ښاروالۍ سره د شپږ زره نیالګیو مرسته وشوه، چې د ښار د ښکلا په موخه به په مهمو ځایونو کې کېښودل شي.
په دغو مراسمو کې د بزګرانو، هنرمندانو، د بېلابېلو لوبو لوبغاړو او یو شمېر نورو خپلې برابرې کړې نندارې هم ګډونوالو ته وړاندې کړې.










